‘‘جنوبي وزيرستان انتظامي او پوليس د پې ټي آئي اميدوارانو ګټي ټاسک ورکړے شويدې‘‘

جنوبي وزيرستان پي کے يو سل څلور څلويخت اپوزيشن پارټو اميدوارانو حکومت باندي د اليکشن وړاندي د ټګي تورونه پوري کړيدې۔ نن واڼا پريس کلب کښې د يوې خبرې غونډي پرمهال د عوامي نيشنل پارټي اميدوار تاج محمد وزير، د جے يو آئي مولانا صالح محمد، جماعت اسلامي سيف الرحمان او آذاد اميدوار زبير خان اويل چي ټوله ضلع کښې د حکومتي پارټي دپاره حکومتي مشينري استعمال روان دے۔

دوي اويل چي انتظاميه مختلفو طريقو سره د پې ټې آئي اميدوار کاميابولو دپاره د مخالفو پارټو اميدواران ويروي او دا چي پوليس او مقامي انتظامي ته د پاکستان تحريک انصاف اميدوارانو کاميابولو ټاسک ورکړے شويدې۔

د اپوزيشن اميدوارانو تور پوري کړو چي اوسه پورے سرکاري ملازمينو ته پوسټل بيلټ پيپرز نه دي ورکړے شوي کومي له وجي چي دوي انديښنو سره مخ دي چرته دغه ووټونه حکومتي پارټي دپاره استعمال نه کړے شې۔

دوي اويل ضلعې ريټرنګ آفسر او ډپټي کمشنر سره د سيکورټي په حقله خبره کړے وي ولي دواړه آفسرانو موږ ته تسلي بخش جواب نه دے راکړے، ټولو اميدوارانو تيره شپه د عوامي نيشنل پارټي اميدوار تاج وزير باندي د بريد عندنه اوکړه او ئي ويل چي اپوزيشن اميدوارانو ته سيکورټي نه ورکول کيږي کومه چي د فکر وړ خبره ده۔

دوي غوښته اوکړه چي ټولو انتخابي اميدوارانو ته دے يو شان سيکورټي ورکول يقيني کړے شې۔

په آخره کښې دوي اويل که چيرته انتخابات کښې دوي سره ټګي اوکړے شوه نو د وزيرستان تر کراچي پورے به سخت احتجاج کولو باندي مجبوره شي۔

بلخوا ته اليکشن کميشن د يو پريس ريليز د لاري د سرکاري ملازمينو د پوسټل بيلټ پيپر په اړه د سياسي پارټو خبرونه دروغ بللي دي او سپناوي کولو سره ئي ويلي دي چي معذوره کسانو، قيديانو،سرکاري ملازمينو او اليکشن عملي ته بيلټ دپاره بيل بيل تاريخونه ورکړے شوي ولي کوم درخواست چي په مقرره وخت نه دي راغلې د قانون ترمخه هغه درخواستونه مسترد کړے شوېدې۔

Show More

Related Articles