“ځينې خلک وايي يوۀ زنانه د قبائلي ضلعو نظام بدلول غواړي”

ټول عمر مي اوريدلي چې مور پلار د خپلو لورانو نه د ډاکټرې او استازې جوړيدو طعه لري، پاتي نورو شعبو کښې د هغوئ ملاتړ نه کوي خو ولي زما هڅه وۀ چې څه نوې کار وکړم

خالده نياز

“په انتخاباتو کښې د برخې اخستو مقصد مې د قبائلي ضلعو زنانۀ په سياسي عمل کښې ورګډول او د دوي غږ نورو ته رسول دي”

دا خبرې د خيبرضلعې پي کي يوسل شپږ نه د عوامي نيشنل پارټۍ په ټکټ انتخاباتو کښې برخه اخستونکي زنانه اميدوارې ناهيد آپريدي د ټي اين اين ځانګرې خپرونه بدلون کښې کړي دي۔

ناهيد آپريدي وايي کله چي د سيمې زنانؤ ته د ووت غوښتو لپاره ورشم نو راته وايي چې مخکښې خو کومې زنانه اميدوارې زمونږ نه ووټ نه دې غوښتې ولې چې په قبائلي ضلعو کښې زياتره سړې په انتخاباتو کښې برخه اخلي۔

هغي وويل سړې د خپل اليکشن کميئن په مهال په بازارونو او حجرو کښې د نورو خلکو نه ووټ غواړي او چې کله څوک نارينه خپل کور ته لاړ شي نو زنانؤ ته وايي فلانکي اميدوار ته ووټ ورکړه۔

په خپلو خبرو کښې ناهيد آپريدي ټي اين اين ته وويل ” کله چي هم يو زنانه د سياسي عمل نه لرې وساتل شي او دوي ته نمائندګي ورنکړې شي نو پداسي حال کښې د دوي ستونزې د حل کولو په ځاې نورې سيوا شي خو ولې زه غواړم چې زنانۀ دې خبرې ته چمتو کړم چې هغوئ لازم د خپل ووټ استعمال وکړي”

اليکشن مهم کښې د ستونزو په اړه ناهيد آپريدي ويلي” د قبائلي ضلعو نه چې په وړومبي ځل څوک زنانۀ انتخاباتو کښې برخه اخلي او د خپل ځان لپاره ووټ غواړي نو خامخا به د ستونزو سره مخ کيږي ولي چې ټولنه هغه نه قبولوي چې څه رنګ يو زنانۀ کولې شي چې هغه په انتخاباتو کښې برخه واخلي او په باقاعده توګه مهم هم وچلوي”

ناهيد آپريدي په دې خبره هيله منده ده چې کله هم هغه د زنانؤ خوا له ورځي هغوئ په دې ډيرې خوشاليږي چي يوۀ زنانه په وړومبي ځل انتخاباتو کښې برخه اخلي هغه وايي د يوې زنانۀ په توګه زنانۀ خپلي ستونزې ښه پيژني او د هغې حل لپاره لاره هم لټوي خو ولي سړو ته خپلي ستونزې وړل او د هغې د حل طمعه ساتل ګرانه خبره ده۔

ناهيد آپريدي وايي که څه هم ځينې خلکو د هغې په انتخاباتو کښې برخې اخستو ښه نه کتل خو بيا هم څه خلکو د هغې ملاتړ کوؤ او هغې ته يې ډاډګيرنه ورکوله چې د هغې په رنګ نورې زنانۀ هم په انتخاباتو کښې برخه اخستل غواړي۔

په دغه خپرونه کښې د ناهيد آپريدي ترڅنګ د ټرائبل يوته موومنټ غړې او د کرمي ضلعې زنانۀ اميدواره نائله الطاف هم موجود ؤ څوک چې د پاکستان تحريک انصاف سره ټراؤ لري۔

د قبائلي ضلعو انتخابات او په هغې کښې د برخې اخستو په اړه نائله الطاف ټي اين اين ته وويل چې هغې نه غوښتل په انتخاباتو کښې برخه واخلي هغه وايي ګرد چاپيره خلکو او په خصوصي توګه ځوانانو هغې ته خوصله ورکړې چې انتخاباتو کښې برخه واخلي۔

نائله الطاف وايي ” ټول عمر مي اوريدلي چې مور پلار د خپلو لورانو نه د ډاکټرې او استازې جوړيدو طعه لري، پاتي نورو شعبو کښې د هغوئ ملاتړ نه کوي خو ولي زما هڅه وۀ چې څه نوې کار وکړم او وړومبې ګام مي د د بزنس فليډ پله پورته کړو او بيا مي دويم ګام سياست پله واخستو چې زه خلکو ته وښايم چي يواځې سړې ليډران نه شي جوړيدې بلکي زنانه هم ليډراني جوړيدلې شي”

بلخوا د يوې پوښتنې په ځواب کښې ناهيد آپريدي وويل اسمبلۍ کښې د زنانؤ موجودګي ډيره مهمه ده ولې چې کومه زنانه په اسمبلۍ کښې ناسته وي هغه د زنانؤ د حقونو لپاره ډير په ښه توګه غږ پورته کولې شي او دا چې دا خبره هم غلط ده چې په ريزرو سيټ راغلي زنانو ته اسمبلۍ کښې اهميت نه شي ورکولې ۔

د کورنۍ له اړخه په مخالفت کولو باندې ناهيد آپريدي وويل چې د هغې نيکه او پلار د خدائ خدمتګار تحريک غړي وو نو ځکه هغې ته د کورنۍ لخوا څه ستونزه نه ده ورپيښه شوي خو ولي معاشرې هغه د ستونزو سره مخ کړې دي۔

“هغه وايي د سوشل ميډيا له لارې څه خلک هغه تنګوي او وايي چې يو زنانۀ د قبائلي اولس نظام بدلول غواړي او دا چې ځيني خو دا وايي چي د انضمام له وجي زنانه بهرراوتلي دي”

ناهيد آپريدي ګني سړې دا نه شي زغملې چې زنانۀ ليډر شپ دې هم رامخي ته شي ولي چې د داسې کيدلو سره به د دوي اختيارت کم شي خو ولي بيا به هم مونږ خپله هڅه روانه ساتو۔

له دې ترڅنګ نائله الطاف وايي هغه پراميده ده چې زنانه به دا ځل په انتخاباتو کښې برخه واخلي او د په خپله خوښه به د خوښي اميدوار ته ووټ ورکړي۔

په راتلونکي کښي به زنانۀ انتخاباتو کښې واخلي؟ په ځواب کښې نائله الطاف زياتوي چې زنانو ته به د ډيرو ستونزو مخه کول وي خو ولي که چرې مونږ زنانۀ  خوصله وکړو نو بدلون راوستلې شو هغه وايي اوس هم يو شمير قبائلي ضلعو کښې زنانه بدلون ته تيارې نه دي خو ولې همت او حوصله د خلکو سوچ بدلولې شي۔

د نائله الطاف په وينا د هغې په خپله سيمه کرمه کښې وړاندې د زنانؤ تعليم ته ښه نه شو کتلې خو ولې اوس هلته خلک دومره پوهه شوي چې خپلي لوراني او خوئيندې پيښور ته زده کړو له ليږي کوم چې د بدلون پله غوره ګام دے۔

Show More

Related Articles