شمسي توانائي ته منتقلۍ سره به د قبائلي سیمو د بجلۍ او اوبو ستونزې  څومره حل شي؟

اولنۍ منصوبه کښې دوه سوه اتیا جماعتونه او شل اقلیتي ورورولۍ مذهبي عمارتونه شمسي توانائي ته منتقل کولې شي

افتخار خان

خېبرپښتونخوا حکومت قبائلي سیمو کښې د بجلۍ او اوبو مسئلې حل لپاره راتلونکې درې کالو کښې شمسي توانائی سکېمونو ته خصوصي توجه ورکولو فېصله کړې ده.

د خېبر پښتونخوا انرجي ډیویلپمنټ ادارې اسسټنټ ډائریکټر اسفندیار خان وائي چې قبائلي سیمو کښې دا مهال د شمسي توانائي دوه لوئي منصوبو باندې کار روان دې.

ده واضحه کړه چې اولنۍ منصوبه کښې دوه سوه اتیا جماعتونه او شل اقلیتي ورورولۍ مذهبي عمارتونه شمسي توانائي ته منتقل کولې شي.

اسسټنټ ډائریکټر ووېل چې دویمه منصوبه کښې هره قبائلي ضلعه کښې دوه دوه واړه د شمسي توانائي ګرېډونه لګولې کيږي کومې نه به چې ټولو سکولونو، هسپتالونو او نورو سرکاري ودانو ته بجلي ورکولې کيږي. ده زیاته کړه چې دا دواړه منصوبې د ټېنډرنګ په مرحله کښې روانې دې.

اسفندیار خان دا هم ووېل چې دې نه علاوه قبائلي سیمو کښې د اوبو منصوبې هم سولر ته منتقل کولو باندې خصوصي توجه ورکولې کيږي.

دوې قبائلي سیمو کښې د شمسي ټیوب ویلونو شمیره خو نه ده شودلې ولې د نورو حکومتي زریعو تر مخه راتلونکې درې کالو کښې به پينځه سوه نوي سولر ټیوب ویلونه لګولې شي، دوه سوه نه زیات موجود د بجلۍ ټیوب ویلونه به شمسي ته منتقل کولې شي.

بدامنۍ په مهال وران کارو د نورو سرکاري ودانو په رنګ ټیوب ویلونه او د اوبو سکیمونه هم په نخښه کړې وؤ او یو شمیر ته ئي زیان رسولې ؤ ولې دې نه علاوه دغه دوران د بجلۍ نظام خرابیدو له وجې هم ټیوب ویلونه بند شوې وؤ او اولس سختو ستونزو سره مخ ؤ.

د خېبر قبائلی ضلعې باړې د عالم ګودر لوئي ټیوب ویل هم داسې سکیمونو کښې شامل وؤ چې بدامنۍ په مهال نور خو بچ پاتې شوې وؤ ولې د ټرانسفرمر بیدرکه کېدو او بجلۍ نظام خرابیدو له وجې ډیرې مودې پورې بند پروت وؤ.

د عام ګودر اوسیدونکې عبدالسلام افریدي وائي چې ټیوب ویل اوس حکومت شمسي توانائي ته منتقل کړې دې او دوه سوه پورې کلیو ته د اوبو فراهمي دوباره بحال شوې ده کومو به چې وړاندې لرې سیمو نه په لاس ګاډو، خر ګاډو یا سرونو اوبه راؤړلې.

“کله چې کډوالۍ ژوند نه بیرته خپلو کورونو ته راغلو نو نورو ستونزو سره سره د اوبو فراهمي هم لویه مسئله ګرځېدلې وه. په څه چل ول مو ټیوب ویل له ټرانسفرمر پیدا کړو نو بیا به ټوله ټوله ورځ بجلي نه وه نو مونږ ټول به لرې ځآیونو نه په اوبو راؤړلو مجبوره وؤ”

عبدالسلام اوېل چې اوس شمسي توانائي ته منتقل کېدو سره دا مسئله حل شوې ده، ځکه چې سحر نهه نه څلور بجو پورې دوې ته اوبه راځي.

قبائلي سیمو لپاره مختص فنډونو د استمال په اړه همیشه بحثونه کيږي ولې دې لړ فرورۍ میاشت کښې یو غیرسرکاري ادارې د حکومتي ادارو سره په شریکه یوه مشاورتي غونډه کړې وه چې پکښې هره محکمه کښې پکار ترقیاتي کارونه په ګوته کړې شوې.

دغه غونډه کښې د نورو منصوبو سره سره قبائلي سیمو کښې دشمسي توانائی منصوبو ته هم خصوصي پاملرنې ورکولو باندې هم زور راؤړلې شوې وؤ.

حکومت ترمخه قبائلي سیمو کښې د واپډا هغه رنګ نظام نیشته څه رنګ چې ضروري دې نو ځکه په شمسي توانائی په منصوبو زیاته توجه ورکولې کیږي.

قبائلي سیمو کښې د سولرائزیشن منصوبې حکومت لخوا د پبلک هیلته ، ایریګېشن او سي اېن ډبلیو محکمې ولې نړيوال اېن جی اوز کښې یو ایس ایډ، یونیسف، یو اېن ډي پی او مقامي کښې اېس آر اېس پي لګوي.

مقامي اولس د شمسي توانائی په منصوبو خوشحالۍ څرګندوي ولې دې لړ کښې ځېنې ګېلې هم لري.

د کرمې پاړه چنار سره تعلق لرونکې انتخاب خان وائي چې ټیوب ویلونه شمسي توانائی ته منتقل کولو سره مسئلې کافي حده پورې کمې شوې ولې دې کښې ځېنې منصوبې په مخ مروت هم کيږي

ده اوېل چې شمسي ټیوب ویلونه اکثره په ذاتي تعلق د علاقې یو بااثره تن په ځآئي کښې وکړې شي نو هغه آول څو ورځې هم ټول اولس لپاره کهولاؤ وي ولې څه موده پس ئي دغه تن ځآنله کړي او عام خلکو ته ترې اوبه نه ورکوي.

انتخاب خان اوېل که د داسې ټیوب وېل وهلو په وخت د زمکې مالک سره باقاعده معاهده لاس لیک شي نو ډیره به ښه وي.

د شمسي توانائی منصوبې د ټیوب ویلونو، جماعتونو او سکولونو سره سره په سرکاري دفترونو کښې هم لګولې شي او دې لړ کښې د مختلفو قبائلي ضلعو په یو شمیر محکمو کښې لګولې شوې هم دي.

د شمالي وزیرستان سره تعلق لرونکې غني خان هم یو سرکاري محکمه کښې کار کوي چرته چې اوس اوس د شمسي توانائی بندوبست شوې دې. غني خان وائي چې سیمه کښې چې علاقه کښې به یا خو بجلي بالکل نه وه او یا به وولټېج دومره کم وؤ چې مشینونه به پرې نه چليدل ولې اوس کم از کم د دوې دفتر کښې دغه مسئله حل شوې ده.

د کرمې صدې اوسدیونکې د سکول استاذه عاصمه بي بي وائی چې د شمسي ټیوب ویلونو ذیاته فائده به زنانؤ ته وي ځکه چې د اوبو راؤړلو ذمه واري د زنانؤ وي.

اسما سکولونو کښې د شمسي توانائی لګولو منصوبه هم تیزولو غوښتنه کوي او وائی چې ګرمې کښې ماشومانو ته ډیره ګرانه وي ځکه چې بجلي وي او ګرم موسم کښې نه صرف استاذانو ته سبق ښودل مشکل شي بلکه طلبا هم توجه نشي ورکولې .

Show More

Related Articles