قبائلي ضلعو کښې د لوبو ميدانونو جوړولو ته لوبغاړي څه نظر لري ؟

حکومت وايي چې لنډيکوتل، باړه، مومند او نور سيمو کښې به د لوبو ميدانونو جوړوي خو داسي نه ښکاري چې په دغه بجټ کښې دا ټول ميدانونه جوړ شي

عثمان خان

د قبائلي ضلعې مومند لان ټنس لوبغاړې اورين جاسيه وايي د حکومت لخوا قبائلي ضلعو کښې د ډويژن په کچ د لوبو ميدانونه جوړول يو ښه کوشش دې هغه وايي ترڅو چې ماته معلومه ده قبائلي ضلعو کښې د ټيليټ هيڅ کمې نشته خو ولي هلته لوبغاړي د سهولتونو نه لري ساتل شوي دي۔

ټي اين اين سره د منزل په لور پروګرام کښې د خبرو په وخت اورين جاسيه وويل ” دوۀ زره اتلس کښې زه مومند ضلعې ته تللې ؤم هلته مي وليدل چې د لوبغاړو لپاره سهولتونه نشته خو بيا ما چې هلته کوم تکړه لوبغاړو وليدل د هغوئ ټيلنت زه نه شم بيانولې، دا حال وزيرستان کښې هم دې ټيلنت شته خو سهولتونه د نشت برابر دي”

په دغه خپرونه کښې د خيبرضلعې د لوبو خبريال حفيظ الله، د پخواني ايف آر بنو د فټبال لوبغاړے نويد خان ، کراټې کونکي د خيبر جابر آپريدي او د وزيرستان سره تعلق لرونکي د تائيکوانډو لوبغاړے محمد فاروق هم د ټي اين اين ميلمنه وو۔

حفيظ الله وايي دا د حکومت ښه ګام دې چې په قبائلي ضلعو کښې د لوبو لپاره ميدانونه جوړوي ولي چې قبائلي اولس له وړاندې څخه د ايف سي آر له وجي ډيرې محرومۍ ليدلي نو اوس چې قبائلي ضلعې خيبرپښتونخوا کښې ضم شوي نو ځکه څه نه څه ښه والې راغلې دې۔

هغه وويل حکومت چې د لوبو ميدانونو لپاره کومي پيسې بيلي کړي په هغې مونږ خوشاله يو ولي چې په دغه پيسو به د راتلونکي نسل او لوبغاړو لپاره د لوبو ميدانونه جوړولي شي۔

ياده دي وي د خيبرپښتونخوا حکومت د روان کال په بجت کښې د قبائلي ضلعو لپاره يوولس اربه روپۍ بيلي کړي چې به پرې د نورو ترقياتي کارونو ترڅنګ پينځه ويشت قبائلي سب ډويژنو کښې د لوبو ميدانونه جوړولې شي۔

د يوې پوښتني په ځواب کښې د فټبال لوبغاړے نويد خان ټي اين اين ته وايي چې په ځيني قبائلي ضلعو کښې له وړاندې نه د لوبو ميدانونه شتون لري خو ځيني سيمې داسې هم شته چرته چې نه خو ميدان شته او د کوم سټيدئم۔

هغي ګني د حکومت د اعلان سره به نه يواځې قبائلي ځوانانو ته ميدانونه جوړ شي بلکې له دغه ميدانونه څخه به يو شمير لوبغاړې هم راپيدا شي۔

د نويد خان په وينا د بنو پخواني ايف آر کښې اوس هم د لوبو ميدانونه نشته او لوبغاړي په ورانو ويجاړو زمکو کښې په لوبه کولو مجبور شوي که چرې دا ميدانونه هلته جوړ شي نو د لوبغاړو ډيره ستونزه حل کيدلائ شي۔

د جنوبي وزيرستان تائيکوانډو لوبغاړے محمد فاروق هم د حکومت د اعلان ستائنه کوي او وايي که چرې په صححي معنو کښې دغه پيسې په قبائلي سيمو کښې د لوبو په ميدانونو ولګولې شوې او دا به ډيره غوره خبره وي۔

جابر آپريدي هم نظر لري چې قبائلي ضلعو کښې د لوبو ميدانونو جوړيدو سره لوبغاړو ته ګته رسيدې شي ولي دغه لوبغاړې به د منفي سرګرميو په ځاې لوبه ته پاملرنه ورکړي او د يو ښه لوبغاړي په توګه به په اولس خپل ځان ومني۔

د لوبو خبريال حفيظ الله وايي که وکتلې شي نو د لوبو ميدانونو لپاره بيل شوې رقم لږ دې چې پرې د لوبو د ميدان يو ديوال هم نه شي جوړيدې خو ولې حکومتي غړي وايي چې دا بجټ به په راتلونکي وخت کښې نور هم سيوا کولي شي او په بېلا بيلو ضلعو کښې به ويشلي شي۔

هغه وويل حکومت وايي چې لنډيکوتل، باړه، مومند او نور سيمو کښې به د لوبو ميدانونو جوړوي خو داسي نه ښکاري چې په دغه بجټ کښې دا ټول ميدانونه جوړ شي۔

بلخوا د يوې پوښتني په ځواب کښې اورين جاسيه وايي هغې د ملکي کچ سره په بهر هيوادونو کښې هم د خپل ملک نمائندګي  کړې او يو شمير انعامونه يې راوړي دي۔

هغي ويلي قبائلي زنانۀ په لوبو کښې برخه نه اخلي بايد هغوئ هم خپل صلاحيت ښکار کړي او د لوبو لپاره ميدانونو ته راوځي۔

محمد فاروق وايي چې د انضمام نه پس د قبائلي ضلعو سپورټس ايسوسي ايشن کښي ښکار بدلون نه دې راغلې، وړاندې چې به څنګ ميټنګ کيدل اوس هم هغه شان کيږي خو ولي مونږ به هڅه کوو چې د نړيوال لوبغاړو سره لوبه وکړو۔

نويد خان وايي چې شمالي وزيرستان کښې يونس خان سټيديم شته دې خو زرمک او شوال کومې چې لوې سيمي دي د لوبو سهولت د نشت برابر دې همداشان جاني خيل او بکا خيل کښې هم د لوبو ميدانونه نشته۔

جنوبي وزيرستان کښې د لوبو سهولت په اړه محمد فاروق زياتوي چې هلته هم د لوبو په ميدانونو کښې کمې شته که څه هم واڼا کښې د فټبال ګراونډ موجود دې او هلته د لوبو سرګرمۍ کيږي خو بيا هم پکار ده چې د ګراؤندونه شميره سيوا شي او لوبغاړو ته ګټه ميلاؤ شي۔

Show More

Related Articles