مومند : بېلا بيلو ټرافيکي پيښو کښې درې کسان مړه، پنځه ژوبل شوي

دويمه پيښه هم د دغه تحصيل په بيان خيل ګربز سيمه کښې د دوۀ فلائنګ کوچونو ترمينځه رامخي ته شوي چې پکښې سواره درې کسان ژوبل شوي

قبائلي ضلع مومند کښې د ټرافيک درې بېلا بېلې پيښې رامخي ته شوي چې پکښې درې کسان مړه او پنځه ژوبل شوي دي۔

د ټي اين اين نمائنده ترمخه وړومبۍ ټرافيکي پيښه نن د صافي تحصيل په مامد ګټ زرګرآباد سيمه کښې هغۀ وخت رامينځته شوې کله چې  تيز زفتاره موټر سائيکل او موټر خپلو کښې وجنګيدل او پکښې درې کسان مړۀ او يو ژوبل شو۔

دويمه پيښه هم د دغه تحصيل په بيان خيل ګربز سيمه کښې د دوۀ فلائنګ کوچونو ترمينځه رامخي ته شوي چې پکښې سواره درې کسان ژوبل شوي دي۔

دريمه اوآخرۍ پيښه خليمزئ تحصيل کښې رامخي ته شوي چې پکښې تيز رفتار فلائنګ کوچ د مقامي خبريال حيران مومند د موټر سائيکل سره جنګيدلې او هغه يې ژوبل کړې دې۔

نمائنده وايي حيران مومند د خپل کلي آټو خيل نه پر موټر سائيکل غلنئ پريس کلب ته روان ؤ چې د پيښې ښکار شوې دې۔

د نمائنده په وينا د دريو واړو پيښو ورسته ژوبل شوي کسان د غلنئ هيډ کواټر هپستال ته وړل شوي دي چې پکښې ځينې ډير ژوبل پيښور ايل ار ايچ ته منتقل شوي دي۔

Show More

Related Articles