“د انضمام ورسته د ډپټي کمشنرانو دفترونه خپلو سيمو ته منتقل کول ډير مهم دي”

عدالتي نظام قبائلي ضلعو ته په منتقل کيدو د هغه ځاې  ښځي اوس خپل حق لپاره غږ پورته کولې شي

ناهيد جهانګير

” د خيبرضلعي ډپټي کمشنر څوک چې وړاندې پوليټيکل ايجنټ ؤ او پېښور کښې به ناست ؤ، دغه شان د نور قبائلي ضلعو ډپټي کمشنران به هم په نورو ضلعو کښې ؤ خو اوس د حکومت لخوا دوي ته امر شوي چې په خپلو ضلعو کښې دفترې پرانيزئ کوم چې يو ښه ګام دے ”

د دې خيالاتو څرګندونه د مومند ضلعي بار کونسل صدرګل رحمان ايډوکيټ د ټي اين اين په بدلون پروګرام کښې د پينل ډسکشن په مهال کړې ده، دغه پينل ډسکشن کښي د اهل سنت والجماعت تنظيم د خيبر ضلعي غړي مجيب الله شنواري او شفيق شنواري هم موجود وو۔

د ګل رحمان ايډوکيټ وينا وه چي د ډپټي کمشنرانو دفترونه خپلو خپلو علاقو ته په منتقل کيدو به خلقو ته ډيره فائده ورسي ولي چي  اول به خلق د ډير لارې د ډپټي کمشنرانو دفترونو ته تلل او دوي کرايه به زياته لګيدله خو ولي اوس به د دوي کرايه هم کمي لږي او انصاف به ورته هم زر ميلاويږي۔

هغه وويل” زمونږ چې کوم بار کونسل دے هغه هره په قبائلي ضلع کښې ځانله  ځايونه ګوري او هلته د کار کولو خواهش لري، که چرې مونږ د بار کمپلکس خبره وکړو نو تراوسه پوري د مومند او باجوړ ضلعوعمله خپلو خپلو سيمو ته منتقل شوې  چي پکښي سيشن جج، سينئرسول جج او باقي عمله شمله ده،دوي خپل کار هم شروع کړے دے که څه هم مونږ ته په دې کار کښې ستونزه شته خو بيا هم مونږ هڅه کوو چې د خلکو په ستونزو کښې کمې راشي”

په دي اړه مجيب الله شنواري ويلي دي چي اوس د قبائلي ضلعو حالات د ملک نورو ضلعو نه  ښه شويدي او د ضروري وه چي د ډپټي کمشنرانو او نور متعلقه ادارو دفترونه خپلو علاقو ته منتقل شي۔

هغه وويل  د انضمام ورسته قبائلي ضلعو کښې د عدالت نظام ډير ضروري دې  نن هم زه د يو کيس په سلسله کښې جوډيشنل کمپلکس حيات آباد ته راغلي ووم  هلته ما  وليدل  چي ګن شمير کښې خلق راغلي ؤ او هغوئ ته ډيرې ستونزې ورپيښې وې خو اوس د دفترنونه او عدالتونو  منتقل کيدو سره د خلقو په ستونزو کښې راتلي شي۔

شفيق شنواري هم د حکومت د دغه ګام ستائنه کړې او ويلي يې که څه هم په شمار څوک خلک د انضمام په ضد ؤ خو بيا هم زياتره خلک د انضمام په حق کښې دي۔

هغۀ وويل خلک دا نوې نظام خپلول غواري خو ولې قبائلي ضلعو نه خو عدالتونه شته او نه نورې ادارې فعاله دي چې له وجې يي اولس د ستونزو سره مخ دې بايد حکومت د عدالتونو سره نورې ادارې هم قبائلي ضلعو ته منتقل کړي۔

د يو سوال په ځواب کښي مجيب الله شنواري ويلي چي قبائلي ضلعو کښي اول د جرګو له لارې  فيصلې کيدلائ شوې خو اوس هلته عدالتونو منتقل کيږي نو جرګو حامي خلک به خامخا د دې مخالفت کوي ولي چې هغو خلکو له اوله د انضمام مخالفت کولو۔

هغه وايي د جرګو نه خلک ځکه ستړې شوې چې په جرګو کښې به د فيصلو په ځاې د خلکو نه پيسې اخستلې شوې او د هغوئ ستونزې به نه حل کيدې۔

د ډپټي کمشنر ذمه واري او اختياراتو په حواله د ګل رحمان ايډوکيټ وينا دي  چي د يوې ضلعې ډپټي کمشنر ته ډيرې ذمه وارۍ ورپه غاړه وي که چې د ډوميسائل سهولت ورکول، د نورو محکمو څارل،   په ضلعي کښي څومره ستونزې وي  هغه د صوبائي حکومت تر غوږو رسول شامل دي۔

شمالي وزيرستان کښي جوډيشنل کمپلکس د جينکو ډګري کالج ته منقتل شوې په دې  حواله باندې مجيب الله شنواري ويلي د جوډيشل کمپليکس لپاره بيل ودانې جوړول پکار ؤ ولې کالج هم د دغه ځاې وړومبنې ضرورت دے۔

هغه وويل ماضي کښې د قبائلي رسم او رواج ترسيوري لاندې د زنانو سره ناانصافي شو البته اوس هم د سړو په نسبت زنانو ته حق ترلاسه دې چې هغوئ د عدالت ور وټکوي۔

دې لړ کښې د ګل رحمان ايډوکيټ وينا ده چي عدالتي نظام قبائلي ضلعو ته په منتقل کيدو د هغه ځاې  ښځي اوس خپل حق لپاره غږ پورته کولې شي، په جائيداد کښې د برخې لپاره عدالت سره اړيکه نيولې شي او له دې ترڅنګ د طلاق لپاره عدالت ته ورتللي شي که څه هم زمونږ په ټولنه کښې د طلاق اجازات نه شي ورکولې۔

هغه وويل زمونږ يو نظام موجود چې چې پکښې کورنۍ ستونزې په حجرو او کورنو کښې حل کولې شي نو زما خيال نه دې شي د يو زنانو يو فيصده برخه عدالت پله لاړه شي۔

آخره کښې هغه وويل د ډپټي کمشنرانو دفترونه خپل سيمو ته منتقل کيدو سره به د اولس په ستونزو کښې کمې راشي او خلکو ته په په خپله درشل ډوميسائل او نور دستاويزات ورکول شروع شي، وخت به بچت شي او له دې نه علاوه د اختياراتو چې کومه ناجائره استعمال کيږې په هغې کښې به کمي رامخي ته شي۔

 

Show More

Related Articles