شمالې وزيرستان: افغانستان د لوري وسلوالو بريد کښې شپږ سيکورټي اهلکار مړه

د پاک فوځ تعلقات عامه اداري آئي ايس پي آر ترمخه د پولي پوري لوري نه د شمالې وزيرستان ګرباز سيمه کښې د پاک فوځ پيټرولنګ پارټي باندي بريد شويدي

شمالې وزيرستان کښې د افغانستان د لوري وسلوالو پاک فوځ باندي بريد کړي چي په نتيجه کښې ئي شپږ سيکورټي اهلکار مړه شويدي۔

د پاک فوځ تعلقات عامه اداري آئي ايس پي آر ترمخه د پولي پوري لوري نه د شمالې وزيرستان ګرباز سيمه کښې د پاک فوځ پيټرولنګ پارټي باندي بريد شويدي۔

آئي ايس پي آر وړاندي ويلي دي چي په مړه شوي اهلکارو کښې حوالدار خالد، سپاهي نويد، سپاهي بچل، سپاهي علي رضا، سپاهي ايم بابر او سپاهي احسن شامل دې۔

د پيښې ورسته سيکورټي فورسز سيمه خپله ولقه کښې اغستې او لټنو عمليات ئي پيل کړېدې۔

Show More

Related Articles