قبائلي سیمو کښې د لوبو لپاره پنځویشت میدانونه جوړولو اعلان، حقیقت یا افسانه؟

قبائلي سیمو کښې د لوبو به مد کښې د ټېلنټ هیڅ کمې نېشته او تر دې دمه ئي نه صرف کرکټ بلکه نورو مختلفو لوبو کښې هم ستر لوبغاړي پېدا کړي

افتخار خان

خېبرپښتونخوا حکومت د نوې ضم شوې قبائلي ضلعو پنځویشت واړه سب ډويژنو کښې د لوبو مېدانونه جوړولو اعلان کړې دې.

د خېبرپښتونخوا د لوبو محکمې ډائریکټر اسفندیار خټک ټي اېن اېن سره خبرو کښې وېلې چې دغه میدانونو کښې به د ضرورت مطابق سهولتونه ورکولې شي.

“دې میدانونو کښې به د سکواش، بېډمنټن، ټېنس او داسې نورو لوبو کورټس او د هاکۍ، فټبال او کرکټ ګراؤنډونه جوړولې شي خو ضروري نه ده چې هر میدان کښې دې دا ټول سهولتونه موجود وي، ځکه که یو ځائي کښې هاکي نه کيږي نو بیا د دغه ګراؤنډ جوړولو هیڅ مقصد نه پاتې کيږي”

اسفندیار خټک زیاته کړه دې لپاره د ټولو قبائلي ضلعو ضلعې سپورټس افسرانو ته وېنا شوې چې هر سب ډويژن کښې مېدانونو لپاره ځایونه په ګوته کړي چې سمدستي پرې کار پېل کړې شي. ده واضحه کړه چې کومو سيمو کښې زنانه لوبغاړې موجود وي هغوي ته به ځانله سهولتونه ورکولې کيږي او زیات امکان دا دې چې هغوي لپاره هر ضلع کښې یو بېل انډور جمنازيم جوړ کړې شي او بل دا چې کالجونو کښې به هم سهولتونه ورکولې شی.

قبائلي سیمو کښې د میدانونو اعلان د پاکستان تحریک انصاف حکومت لخوا د خېبرپښتونخوا نورو ضلعو کښې د لوبو مېدانونو جوړولو لړۍ برخه ده د کومې اعلان چې د روان مالي کال بجټ کښې شوې دې.

قبائلي سیمو کښې د لوبو به مد کښې د ټېلنټ هیڅ کمې نېشته او تر دې دمه ئي نه صرف کرکټ بلکه نورو مختلفو لوبو کښې هم ستر لوبغاړي پېدا کړي  چې نه صرف د ملک په کچ ئي خپل نوم بلکه په نړيواله سطح ئي هم د ملک نامه روښانه کړې ده. ولې د بده مرغه دغه سیمو کښې همېشه نه د لوبو سهولتونو نېشتوالې ګېلې مخې ته راځي او لوبغاړي وائي چې لوبې یا تربیت لپاره دوې همېشه بندوبستي سیمو ته په تلو مجبوره وي او داسې حالاتو کښې د اکثره بې وسه لوبغاړو ټېلنټ مخې ته راتلو نه وړاندې ختم شي.

صوبائي حکومت لخوا د تحصیل په سطح د لوبو سهولتونه ورکولو اعلان ته قبائلي لوبغاړي د ستائنې په نظر ګوری.

د خېبرضلعې باړې سره تعلق لرونکې د کراټې لوبغاړې محمد نبي وائي چې دې سره به اوس نور ټېلنټ هم مخې ته راشي. محمد نبي تیرو پنځلس کالو راهسې د کراټې مختلفو مقابلو کښې برخه اخلي او نه صرف قامي چېمپئن شپ کښې ئي سلور او ګولډ مېډلې اخستې بلکه بهر ملکونو کښې ئی هم د پاکستان نمائندګي کړې ده.

محمد نبي ټي اېن اېن سره خبرو کښې ویلې چې دوې خپل دور کښې ډیرو سختو حالاتو نه تیر شوې او مقابلو نه وړاندې د حکومت سرپرستی څه چې قامي چېمپئین جوړېدو وروسته هم مقامي انتظاميي او د لوبو محکمې د ده هیڅ قسمه تپوس نه دې کړې.

د کراټو لوبغاړي اوېل چې حکومت لخوا قبائلي سیمو کښې لوبو ته وده ورکولو فېصله ډیره د ستائنې وړ ده ځکه چې دې سره به ځوانانو کښې مثبت څیزونو ته سوچ کولو رجحان پيدا شي او د نشو، تماشو او د وران کارو په لاس ورتلو نه به بچ پاتې شي.

د لوبو میدانونو جوړولو نه علاوه حکومت قبائلي سیمو کښې سِږکال د لویو مختلف ټورنمنټونه تابیا کولو لپاره یوه کمېټي هم جوړه کړې ده.

د خېبرپښتونخوا د لوبو ډائریکټر اسفندیار خټک تر مخه دغه کمېټې د انتظامي غړو نه علاوه د مختلفو لوبو لوبغاړي او آفیشلز شامل دي د چا کار چې قبائلي سیمو کښې د لوبو پرمختګ او د مقابلو انعقاد لپاره پالیسي جوړول دي.

بل اړخ ته د شمالي وزیرستان سماجي غړې ګل حبیب وزیر د حکومت دا ګام ستائلې ولې ورسره ئی غوښتنه هم کړې چې حکومتي غړي دې میدان جوړولو یا ټورنامنټ منعقد کولو نه وړاندې د لوبو مقامي ایسوسی ایشنز غړي ضرور اعتماد کښې واخلي او د هغوي په مشوره دې هر ګام پورته کړي ځکه چې هغوي علاقه کښې د مختلفو لوبو اړخ ته رجحان او لوبغاړو ته مسئلو نه خبر وي او دې لړ کښې غوره تګ لاره ټاکلې شي.

ټي اېن اېن سره خبرو کښې ګل حبیب د حکومت په نیت شک هم څرګند کړې او وئیلې چې داسې اعلانونه خو ډیر کيږي ولې ډیر کم پکښې حقیقت کښې بدلیږي.

Show More

Related Articles