افغانستان نه د ګډانو پاکستان درآمد لړي شروع کړے شويده

افغانستان نه د طورخم د لاري د ګډانو درآمد باندي لګولي شوي بنديز پورته کړے شويدي۔ تيره شپه طورخم ګيټ باندي د افغانستان د لوري دوه ټرالري پاکستان ته داخل شويدې۔

څرګنده دے وي چي تيرو څه ورځو راهسي افغانستان نه د ګډانو په درآمد باندي بنديز لګولے شوي وو چي له امله ئي لنډي کوتل څاروو منډي کښې د قرباني څاروو نرخونه ډير په پورته تلي وو او کاروباريانو خلقو نه ناجائز ګټه اغستل شروع کړي وه۔

افغانستان ګډانو باندي لګولي شوي بنديز په اړه د لنډې کوتل اولس څو واري خبري غونډي کړي وي او حکومت نه غوښتنه کړۓ وه چي ګاونډي هيواد نه د ګډانو په راستلو دي د لوئي اختر په موقع لګولي شوي پابندي پورته کړے شي ځکه چي د سيمي دري لاکه نه سيوا ابادي ده او ټول د څاروو انحصار ئي افغانستان ګډانو باندي وي۔

دے لړ کښې تيره شپه د افغانستان د ګډانو ړومبئ دوه ټرالري د طورخم په ګيت رارسيدلي دي کوم چي په د ضروري کاروائي ورسته د لنډې کوتل څاروو منډې ته رسولي شې۔

په يو ټرالي کښې قريبا دري نيم سوا پوري ګډان درآمد کړے شوي او دا لړۍ به د لوئي اختر پوري دوام لري، او اندازه ده چي دوه لاکه پوري ګډان به پاکستان ته درآمد کولي شې۔

زريعي وائي چي د څاروو درآمد کولو باندي مخصوص ټيکس جمع کيږې ولي اضافي ټيکس نه شي اغستلي۔

د لنډي کوتل مقامي اولس وائي چي افغانستان د ګډانو راتلو سره به اوس د څاروو منډو کښې نرخو راکم شي او غريب خلق به هم د قرباني څاروي اغستو جوګه شې۔

Show More

Related Articles