شمالې وزيرستان: ناڅرګنده کسانو ډزو کښې دوه سيکورټي اهلکار ژوبل

شمالې وزيرستان کښې د ناڅرګنده کسانو ډزو کښې دوه سيکورټي اهلکار ژوبل شويدي۔ زريعو ترمخه د ډزو پيښه دته خيل تحصيل بهره مند سيمه کښې رامخي ته شويده چرته چي نامعلومه کسانو د روډ په غاړه سيکورټي پيکټ باندي ډزي کړېدي۔

زريعي وائي چي د ډزو پيښه کښې سپاهي شهزاده او سپاهي شاهد ژوبل شويدې څوک چي آرمي ميډيکل سنټر ميران ته علاج دپاره منتقل کړے شويدي۔

بل لوري ته سيکورټي فورسز سيمه خپله ولقه کښې اغستي او لټون عمليات ئي شروع کړيدي۔

Show More

Related Articles