“قبائلي ضلعو کښې لسم پاس ځوانان سرکاري استاذان بهرتي کيدې شي”

د تعليم محکمي دغه فيصله په قبائلي سيمو کښې د پسماندګۍ په بنياد کړې ده ولې که وکتلي شي د صوبے نورو ضلعو په نسبت قبائلي ضلعو کښي تعليمي کچه ډيره ټيټه ده

خيبرپښتونخوا تعليم محکمي په صوبه کښې د نوي ضم شوي ضلعو لپاره د استاذانو بهرتي کولو فيصله کړې چې ترمخه يي د لسم او دولسم جماعت زده کونکي هم د سرکاري استاذ په توګه سکولونو کښې بهرتي کيدلې شي۔

دغه فيصله د خيبرپښتونخوا تعليم محکمې لخوا شوي چې پکښې د قبائلي ضلعو لپاره د پينځه زره استاذانو بهرتي کولو فيصله شوې او ويل شوي چې دغه مقامي ځوانان به په خپلو سيمو کښې ماشومانو ته تعليم زده کړه ښائي۔

دې لړ کښې د خيبرپښتونخوا تعليم مشير ضياءالله بنګش ويلي په قبائلي ضلعو کښې د استاذانو بهرتي کولو لپاره د لسم او دولسم جماعت تعليمي معيار ټاکلو مقصد د دغه سيمو ځوانانوته د زورګار موقعي ورکول دي۔

هغه ويلي د تعليم محکمي دغه فيصله په قبائلي سيمو کښې د پسماندګۍ په بنياد کړې ده ولې که وکتلي شي د صوبے نورو ضلعو په نسبت قبائلي ضلعو کښي تعليمي کچه ډيره ټيټه ده۔

ضياءالله بنګش زياته کړي چې د پينځه زره کسانو بهرتۍ سره به قبائلي سيمو کښې تعليمي ادارې فعاله شي او ځوانان به په خپلو سيمو کښې روزګار ترلاسه کړي۔

په خپلو خبرو کښې د تعليم صوبائي مشير ضياءالله بنګش دا هم وويل چې د دوي حکومت په ټوله صوبه کښې د پينځه شپيته زره استاذانو بهرتي کولو هدف ايښودې دې۔

Show More

Related Articles