قبائلي سيمو کښې د لس زره نوې کاروبارونو اودرولو حکومتي منصوبه شروع

دې  سکیم کښې د نوې پروګرامونو سره سره د یو تن هغه کاروبار ته هم ګرانټ ورکولې کيږي کومه چې هغه نور غځول غواړی

افتخار خان

خېبرپښتونخوا حکومت قبائلی سیمو ته کاروبارونو لپاره د مالي مرستو سکیم کې پي اېمپېکټ چېلنج پروګرام غځولې دې کومه کښې چې اولني توګه قبائلي سیمو کښې لس زره کاروبارونه شروع کولو هدف ایخودې شوې دې.

کې پي اېمپېکټ چیلنج پروګرام خېبرپښتونخوا حکومت کال دوه زره اوولس کښې د لاهور یو نجې یونیورسټۍ په مرسته د صوبې بندوبستې سیمو کښې شروع کړې کومه کښې چې وخت په وخت کاروبار لپاره ځآنګړې منصوبه لرونکې د اتلس نه دیرش کالو عمر پورې ځوانانو ته تر شل لکه روپو مالي مرستې ورکولې کیږي.

سخکال صوبائي حکومت بجټ کښې دا پروګرام قبائلي سیمو ته په اولني ځل غځولې دې.

د خېبرپښتونخوا یوتهه افئيرز او سپورټس ډائریکټر اسفندیار خټک ټي اېن اېن سره خبرو کښې وئيلې چې که دې پروګرام کښې دوې قبائلي سیمو کښې لس زره نوې کاروبارونه شروع کولو کښې کامیاب شول هم نو په معیشت به ئي ډیر لوئي فرق پریوځي.

ده اوېل چې د دې پروګرام مقصد ځوانانو کښې صرف سرکاري نوکرو پسې د منډو وهلو روایت ختمول او هغوي پخپله نورو خلکو ته د نوکرور ورکولو جوګه جوړول دي.

دې پروګرام کښې نه صرف منتخب ځوانانو ته نغدې پېسې ورکولې کيږي بلکه د پارټنر یونیورسټۍ په مرسته ورله د کاروبار روانولو او کامیابولو په اړه باقاعده تربیت هم ورکولې کيږی.

دې  سکیم کښې د نوې پروګرامونو سره سره د یو تن هغه کاروبار ته هم ګرانټ ورکولې کيږي کومه چې هغه نور غځول غواړی.

د خېبرباړې اوسیدونکې ارشد هم دې پروګرام شروع کېدو ته ډیر خوشحاله دې او وائي چې بدامنۍ او فوځي اپریشن له وجې نهه کاله وړاندې بیکوره کېدو سره بیروزګاره شوې هم وؤ ولې د هنر باؤجود ئی خپل کاروباره دوباره ځکه بحال نکړې شو چې پېسې ورسره نېشته.

کډوالۍ ژوند نه وړاندې زما باړه بازار کښې ډیر مشهور د فوټو سټېټ دوکان وؤ ولې چې کله اپریشن کښې بازار بند شو نو پېښور ته لاړم او نورو دوکاندارانو سره مې کله په تنخوا او کله په دیهاړې کار کولو ارشد اوېل او زیاته ئي کړه چې خپلې سېمې ته واپسې باؤجود ده خپل کاروبار نه دې شروع کړې شوې ولې د کې پي اېمپېکټ چېلنج پروګرام نه طمع لري چې درخاست به ئی پکښې منظور کړې شي او پېسو مېلاوېدو سره به خپل د فوټو سټېټ دوکان بیرته بحال کړي.

ډائریکټر اسفندیار خټک وائي چې دې پروګرام کښې هر هغه تن ته پنځه نه تر شل لکه روپو پورې مالي مرستې مېلاوېدې شي چې د قابل عمل کاروبار منصوبه لري او دې لړ کښې هیڅ سفارش نه چلیږي.

خو د شمالي وزیرستان سماجي غړې طفېل خان د حکومت دې موقف باندې زیات یقین نه کوي چې ګنې دا مرستې به بغیر د څه سفارش نه ورکړې شي.

ټي اېن اېن سره خبرو کښې طفېل خان اوېل  چې داسې پروګرام کښې انتخاب اکثر په مخ مروت کيږي. ده بیا هم د حکومت دا ګام ستائلې دې او وئیلې چې قبائلي سیمو کښې د معاشي هلې ځلې سیوا کېدو سره به نیغ په نیغه اثر په دې خلکو پریځوي.

هم دا رنګ اورکزو بازار تاجر شاکر اورکزئی ټي اېن اېن سره خبرو کښې اوېل چې قبائلی سیمو کښې ډیر تعلیم یافته ځوانان بیروزګاره دي. ده زیاته کړه چې ضلع کښې د سیلګرۍ او هوټلنګ زیات موقعې دي ولې که چا ته په دې شعبو کښې کاروبار لپاره مالي مرستو سره سره تربیت هم ورکړې شي نو نه صرف بیروزګاري به ورسره ختمه شي بلکه د علاقې معیشت به ورسره هم ښه شي.

په دې اړه اسفندیار خټک وائي چې کې پی اېمپېکټ چېلنج پروګرام کښې تېر یو نیم کال کښې دوه سه یوولس کسانو خپل کاروبارونه شروع کړي چې پکښې هغوي سره نور یو شمیر کسان هم په روزګار شوې دي.

ده زیاته کړه چې دې پروګرام کښې د مالي مرستو سره سره درخاست ورکونکو ته کاروبارونه په وړاندې بوتلو په اړه تربیت هم ورکولې کيږي او دې سره سره نورو داسې کاروباري کسانو سره ئي تعلقات قائمولې شي کومه چې مستقبل کښې د دوې پکار راځي.

بل اړخ ته د کرم ضلعې پاړه چنار سره تعلق لرونکې شازیه وائي چې پروګرام خو ډیر ښه دې او د بده مرغه په دې اړه تر دې دمه قبائلي اولس ته څه خاص معلومات نه دې ورکړې شوې چې څنګه به دا قرضه حاصلوي.

Show More

Related Articles