خيبر پښتونخوا ځني قبائلي سيمو کښې نن لوئي اختر لمانځ شوي

دغه رنګ د باجوړ ناوي ډنډ، صديق اباد او واړه ماموند نه علاوه د مومند ضلعې يکه غونډ او پړانګ غار سره د چارسدي شب قدر ځني سيمو کښې هم اولس لوئي اختر خوشحالي لمانځي

 د خيبر پښتونخوا قبائلي ضلعو مومند، باجوړ او خيبر حني سيمو کښې نن لوئي اختر مذهبي درناوي سره لمانځل کيږي۔ ټي اين اين همکار ترمخه د خيبر ضلعې باړه تحصيل کهجوري (قمبرخيل) کښې د لوئي اختر لمونځ ادا کړے شويدي د کومي ورسته  مقامي اولس خپلي قرباني کړيدې۔

څرګنده دے وي چي د کهجوري سيمي اولس اکثره خپل اختر وروژه د سعودي عرب حکومت سره لمانځي۔

دغه رنګ د باجوړ ناوي ډنډ، صديق اباد او واړه ماموند نه علاوه د مومند ضلعې يکه غونډ او پړانګ غار سره د چارسدي شب قدر ځني سيمو کښې هم اولس لوئي اختر خوشحالي لمانځي۔

دے سره سره نن د سعودي عرب او خليجي هيوادونو کښې لوئي اختر لمانځي شي او د ټولو نه لوئي دستوره حرمين شريفين کښې شويده چرته چي په لاکهونو مسلمانانو د اختر لمونځ او سنت ابراهيمي ادا کړيده۔

بل لوري ته ټول ملک کښې به سبا لوئي اختر مذهبي خوش او جذبي سره لمانځلي شي، عيدګاوو، جوماتونو او کهولاو ميدانونو کښې د اختر اجتماعات تابيا کيږي کوم دپاره چي سيکورټي سخت ګامونه پورته کړے شويدې۔

Show More

Related Articles