دوتاني او وزير قبيلو ترمينځ نښته کښې پينځه کسان مړه شپږ ژوبل شوي

د دوتاني قبيلې درې سوۀ وسله وال لښکر په کرکڼه کښې د وزيرو په کور ورغلي او د کرکڼې پشمول د هغې سره نزدې مضافاتي د غرۀ غونډۍ يي په خپله ولقه کښې اخستې

قبائلي ضلع جنوبي وزيرستان کښې د دوۀ قبيلو ترمينځ له تيرو څلور ورځو راهسې د زمکې په سر نښته شروع شوي چې پکښې تراوسه دواړه پله پينځه کسان مړۀ او شپږ ژوبل شوي دي۔

د مقامي ذرائعو ترمخه دغه نښته د واڼه سيمي د کرکڼه په مقام د دوتاني او وزير قبيلو ترمينځ روانه ده چې پکښې دواړه پله قبيلې د زمکې د ملکيت دعوي کوي۔

ذرائعي وايي د اګست د څوارلسمې نيټې په شپه د دوتاني قبيلې درې سوۀ وسله وال لښکر په کرکڼه کښې د وزيرو په کور ورغلي او د کرکڼې پشمول د هغې سره نزدې مضافاتي د غرۀ غونډۍ يي په خپله ولقه کښې اخستې ده۔

بلخوا وزير قبيلي هم په هنګامي توګه د دوتاني سره جنګيدو لپاره د څوارلس سوه کسانو لښکر کرکڼه ته روان کړے دے۔

د مقامي ذرائعو ترمخه د دواړه ډلو لخوا په يو بل د لويو او وړيو وسلو ډزي شروع دي او ښيې چې په لويه پيمانه خلک ووژل شي۔

بلخوا مقامي انتظاميه هم هڅه کوي چې د دواړو ترمينځ جرګه وکړي او دغه جګړه ودروي خو تراوسه انتظاميه په دې کاميابه شوې نه ده۔

Show More

Related Articles