د خيبرپښتونخوا حکومت قبائلي ضلعو ته د فنډ يوۀ روپۍ هم نه ده ورکړې

د مالي بحران ښکار د خيبرپښتونخوا حکومت په ترقياتي بجټ کښې د قبائلي ضلعو لپاره بيلې شوي د يوکم شپيته اربه روپو فنډ کښې تراوسه يو روپۍ قبائلي ضلعو ته نه ده ورکړي چې له وجې يي په قبائلي ضلعو کښې په يو شمير منصوبے ترقياتي کار د سستۍ ښکار شوے دے۔

د ذرائعو وينا ده د انضمام نه وړاندې به د قبائلي ضلعو لپاره د وفاقي حکومت لخوا فنډ جاري کيدو خو اوس د انضمام نه پس دا ذمه واري په صوبائي حکومت ده چې هغوئ قبائلي ضلعو ته فنډ ورکړي۔

د ذرائعو په وينا د صوبائي حکومت لخوا د نوي ضم شوي ضلعو لپاره د اختر نه وړاندې د فنډ منظوري شوي خو تراوسه دغه فنډ قبائلي ضلعو ته جارې نکړې شو۔

ذرائعې وايي صوبائي حکومت ته د وفاق لخوا فنډ نه دې ورکړي چې له وجې يي دوي د مالي ستونزو سره مخ شوي او په صوبه کښې د قبائلي ضلعو ترڅنګ نورې يو شمير منصوبے د ځنډوالي ښکار شوي دي۔

دا خبره دې په خيال کښې وي چې د خيبرپښتونخوا وزيراعلي او نور صوبائي يو وزيران څو څو ځله قبائلي ضلعو ته په دوره تللي او هر ځل يي هلته د بېل بيلو منصوبو اعلانونه کړي خو تراوسه په قبائلي ضلعو کښې د ترقۍ نوې دوره شروع نه شو۔

بلخوا د قبائلي ضلعو څخه د صوبائي اسمبلۍ په څوکو کامياب ممبرانو نه څوګند نه دې اخستل شوي چې له وجې يي په ايوان کښې د ضم شوي ضلعو نمائندګي هم نه ده جوړه شوې۔

دې لړ کښې چې مو کله د قبائلي ضلعو لپاره د وزيراعلي صلاحکار اجمل وزير سره د اړيکي نيولو او د هغه دريځ معلومولو لپاره هڅه وکړو نو کامياب نه شو۔

Show More

Related Articles