‘مومند قام به خپلي فيصلي د جرګي د لاري کوې، پوليس نظام ته نه يو تيار‘

انضام پرضد خپلي جرګي به اوس د پيښور باغ ناران او اسلام اباد ډي چوک ته غزوو او دے کښې به د نورو قبائلې ضلعو مشران هم ګډون کوې

قبائلې ضلعي مومندو کښې د فاټا انضمام پرضد جرګه شويده چي پکښې ګڼ شمير کښې د سيمي بيلا بيلو قبيلو مشرانو ګډون کړيدي۔ نن امبار تحصيل کښې د حاجي عزت خان په هجره کښې شوي جرګه کښې په سلګونو مشرانو ګډون کړو وو۔

مشرانو اوئيل چي د انضام پرضد خپلي جرګي به اوس د پيښور باغ ناران او اسلام اباد ډي چوک ته غزوو او دے کښې به د نورو قبائلې ضلعو مشران هم ګډون کوې۔

دوي اوئيل چي قبائيل خپل د جرګي يو مظبوط نظام لري او دوي هيڅ صورت باندي نوې د پوليس نظام نه دے منظور او دا چي موږ به خپلي کشالي د جرګي د لاري هواره وو۔

د جرګي په مهال پخواني د قامې اسمبلې غړي مولانا غلام نور يو قرار داد وړاندي کړيدې چي پکښې وئيلي شويدي چي د مومندو مشرانو په متفقه توګه پريکړه کړيده چي په تير وخت کښې چي مشرانو په جرګو کښې د فريقينو نه کومي جرماني وصول کړېدي هغه به په هيڅ صورت بيرته نه ورکوې، ځکه چي ځنې خلک دغه جرماني د عدالت په زور واپس کول غواړي۔

دويم مشرانو په ډاګه  کړه چي د قتل په صورت کښې دوي ته پوسټ مارټم نه دے قبول دي ځکه چي دا د رواج پرضد عمل دي، دريم د مومند ډېم متاثرينو د زمکو نرخ چي دوه لاکه روپې جرب لګولي شوي حکومت دے کم از کم دغه نرخ شل لاکه روپې جرب وو ټاکي۔

څلورم قبائلې سيمو کښې د ليويز خپل حيثيت بيرته بحال کړے شي او پوليس بيجونه تري لري کړے شې ځکه چي ليويز خپل شناخت لرې۔ دے نه علاوه ووټر لسټونه دے سم کړي شي کوم ووټونه چي لري سيمو کښې درج کړے شوي هغه خپلو علاقو ته بيرته منتقل کړے شې۔

په آخره کښې مشرانو اوئيل چي مومند قوم به خپلي ټولي فيصلي د جرګي د لاري کوې او اولس د تهانو د چکرو نه ځان لري ساتي، دوي اوئيل چي د رواني مياشتي په شپږوشتمه نيټه به يوه نمائينده جرګه دے لړ کښې د مومندو ډپټي کمشنر سره ملاقات کوې او د جرګي د پريکړو نه به ئي خبره وې۔

Show More

Related Articles