“قبائلي لوبغاړي نېشنل لوبو کښې نظر انداز کول نا انصافي ده”

د پخوانې فاټا جوډو ايسوسي ايشن مشرانو وئيلي چي دري ويشتم قامي لوبو کښي په مکمله توګه نظر انداز کيدو باندي خفګان څرګند کړے دي او وئيلي دي چي دا قبائلي لوبوبغاړو سره ناانصافي ده۔

نن باړه پريس کلب کښې د يوې خبري غونډي پرمهال د پخوانې فاټا جوډو ايسوسي ايشن جنرل سيکرټرې نور شاه آفريدي او نورو غړو وئيلي دي چي د فاټا اولمپک ايسوسي ايشن حيثيت ختمولو باندي قبائلي لوبغاړي انديښنو سره مخ شويدي، دوي اوئيل چي دے ګام سره د قبائلي لوبغاړو حق وهل شويدي۔

دوي وويل که چيرته د فاټا اولمپک ايسوسي ايشن بحال نکړے شو نو د ټولو قبائلي ضلعو ايسويشن به احتجاجي تحريک شروع کوي۔

د خبري غونډې ګډون والو د صوبائي حکومت قبائلي ضلعو فاټا سپورټس ايسوسي ايشن باندي قبضه کړېده او موږ له دے قبضه مافيا د مخنوي غوښتنه کوو۔

Show More

Related Articles