” فکر کوم لوڼه مې اتم پاس کړي بيا به چرته زده کړې کوي “

خيبر ضلع کښې د جينکو سرکاري ولي خيل سکول ودانې کال دوۀ زره اته کښې جوړ شوې او څه موده وړاندې هلته په دغه سکول کښې جينکو ته د نهم او لسم زده کړې هم ورکړل شوي

سي جے علي آپريدې

” زمونږ په سيمه کښې د جينکو سرکاري هائي سکول نشته او زه خپله روزانه درې کلوميټره لرې حنيف جان هائي سکول ته ځم ولې چې زه غواړم تعليمي زده کړې ترلاسه کړم ”

د خيبرضلعې باړه تحصيل قمبرخيل فاطمه ټي اين اين سره خبرو کښې وويل هغۀ د نهم ټولګي زده کونکې ده او په سيمه کښې د جينکو هائي سکول نشتوالي له وجې د نورو سيمو هائي سکول ته تګ راتګ کوي۔

فاطمه وايي څو کاله وړاندې په موجوده سکول کښې د نهم او لسم ټولګي کلاسونه اخستل شو خو ولي اوس نه شي اخستل چې له وجي د هائي ليول زده کونکې د ستونزو سره مخ شوي دي۔

د فاطمه په وينا حنيف جان سکول د تګ راتګ په وخت هغه د يو شمير ستونزو سره مخ کيږي خو که چرې د دوي په سيمه کښې د جينکو خپل سرکاري ولې خيل سکول کښې يو ځل بيا د نهم او لسم زده کړې شروع شي نو د هغې پشمول يو شمير جينکۍ به د نورو سيمو سکولونو په ځاې خپل سکول کښې زده کړې ترلاسه کړي۔

د مقامي ذرائعې ترمخه خيبر ضلع کښې د جينکو سرکاري ولي خيل سکول ودانې کال دوۀ زره اته کښې جوړ شوې او څه موده وړاندې هلته په دغه سکول کښې جينکو ته د نهم او لسم زده کړې هم ورکړل شوي خو ولي اوس دغه لړۍ ختمه شوې ده۔

دې لړ کښې د برقمر خيل اضعر ټي اين اين ته ويلي د ولي خيل سرکاري جينکو مډل سکول کښې د نهم او لسم ټولګي زده کړې نشوالي له وجې د دوي ماشومامې د ستونزو سره مخ دي۔

خيبر ضلع کښې د جينکو سرکاري ولي خيل سکول ودانې کال دوۀ زره اته کښې جوړ شوې
خيبر ضلع کښې د جينکو سرکاري ولي خيل سکول ودانې کال دوۀ زره اته کښې جوړ شوې

هغۀ وويل سکول کښې د نهم او لسم کمرې موجود دي خو د سټاف نشتوالي له وجې د دوي ماشومانې د نورو سيمو سکولونو په تګ مجبوره شوي دي۔  هغه وايي مونږ غواړو چې دا سکول هائي نه بلکې هائير سيکنډري شي او د دوي ماشومانې تر دولسم ټولګي دلته زده کړې ترلاسه کړي۔

اضعر وايي د دوي د هڅو په وجه څو کاله وړاند د يونيسف منصوبے ترسېورې لاندې دغه سکول کښې د نهم او لسم زده کړې ورکړې شوي چې پکښې د هغه خپلې لور هم د دغه سکول نه لسم پاس کړې خو اوس هغۀ منصوبه ختمه شوې او ماشومې د تعليمه محرومه شوي دي۔

د اضعر په وينا د دوي په سيمه کښې هائي سکول نشته او دا چې دا سيمه د بدامنۍ له وجې هم متاثره شوې، خلک يي د غربت سره مخ دي او په لوڼو پرائيوټ زده کړې نه شي ترلاسه کولې۔

هم دغه شان يو بل مقامي تن عابد ټي اين اين سره خبرو کښې وويل د هغه خپلې لوڼه هم دغه سرکاري مډل کښې زده کړې ترلاسه کوي ولي چې دا سکول د دوي د کور په خوا کښې دے۔

هغه وايي ” زه فکر کوم چې کله لوڼه مې اتم پاس کړي بيا به چرته نورې زده کړې ترلاسه کوي دلته خو دويم سکول هم زمونږ نه لرې دې او د تګ راتګ ستونزه هم ده خو که چرې دا سکول اپګريډ شي نو د هغه په شان د يو شمير کسانو لوڼه به په خپل سکول کښې زده کړې ترلاسه کړي”

بلخوا د خيبر ضلعې ايجوکيشن افسر جدون وزير ويلي دا هائي نه بلکې مډل دې، دلته څه موده وړاندې يونيسف ته د هائي سکول کلاسونو اخستلو اجازات ورکړې شوې ؤ خو اوس هغه منصوبه ختمه شوې ده۔

هغه وويل په ياد سکول کښې به د هائي سکول استاذانو تعيناتي روانه او يا راتلونکي مياشت کښې په عمل کښې راوستلې شي له کومې ورسته چې به د ولې خيل سرکاري ګرلز مډل سکول ته د هائي درجه ورکړې شي۔

 

Show More

Related Articles