ترهه ګرۍ ځپلې سيمه واڼا کښې د فټبال ټورنمنت تابيا شوې

د ترهه ګرۍ او بدامنۍ په ضد د اوږد جنګ وروسته د امن راتګ سره د جنوبي وزيرستان په واڼا کښې په وړومبي ځل د پاکستان په کچه د فټبال ټورنمنټ تابيا شوے دے۔

دغه ټورنمنټ کښې د برخې اخستو لپاره د وزيرستان د ديرشو ټيمونو ترمينځ لوبه شوې چې پکښې درې ټيمونه ګمارل ( انتخاب ) شوې څوک چې به په آل پاکستان وزيرستان فټبال ټورنمنټ کښې برخه اخلي، له دې ترڅنګ په دې ټورنمنټ کښې به د ټول ملک پنځه څلويښت ټيمونه برخه اخلي او د ټورنمنټ پيل به نن کيږي۔

د ټورنمنټ تابيا کونکې او د وزيرستان فټبال ټيم لوبغاړې امان الله ټي اين اين ته ويلي مونږ دا ټورنمنټ په خپله مرسته شروع کړې په کوم چې د لوبې کولو لپاره د کراچۍ ، فيصل آباد، ملتان، چمن او کوئټې ټيمونه وزيرستان ته راروان دي۔

د امان الله په وينا د دوي ټورنمنټ د ايشياء په کچه دريم لمبر دې ولي چې په پاکستان کښې له دې وړاندې په لوکل سطح داسې ټورنمنټ نه دې تابيا شوې ۔

بلخوا د فټبال مينه وال هم د بدامنۍ او ترهه ګرۍ ورسته په جنوبي وزيرستان د فټبال ټورنمنټ په شروع کيدو خوښ ښکاري او وايي چې د ټورنمنټ تابيا کونکو ډير غوره انتظامات کړي چې ورسره نه يواځې په واڼا کښې کښې ځوانانو ته د لوبو موقعې په لاس ورغلې بلکې هغوئ ورسره د يو شمير نشو او نورو ناوړو کارونو څخه په ډډه شوي دي۔

Show More

Related Articles