جنوبي وزيرستان کښې نامعلومه کسانو ډاکټر اغوا کړې

قبائلي ضلع جنوبي وزيرستان کښې نامعلومه کسانو يو سرکاري ډاکټر اغوا کړے دے۔

د سرکاري ذرائعو ترمخه نن د سپمټبر په يوولسمه نيټه د واڼا ټي بي هسپتال ډاکټر نورخنان د ډيوټۍ ورسته کور ته روان ؤ چې د نامعلومه کسانو په لاره کښې اغوا کړے دے۔

د ذرائعو ترمخه تراوسه دا نه ده معلومه شوې چې اغوا کونکې څوک دي او ډاکټر نورخنان يي په څه وجه اغوا کړې دې۔

بلخوا د پيښې نه پس د سيمې په خلکو کښې ويره ترهه خپره شوې او مقامي ضلعې انتطاميې د پيښې د پلټنې شروع کړي دي۔

Show More

Related Articles