مومنډ ډيم کښې د نوکرۍ نه ورکولو په ضد مقامي جرګه شوې

د مومند ضلعې په يکه غنډ تحصيل نوې جوړ شوي مومند ډيم کښې مقامي خلکو ته د نوکرۍ نه ورکولو په ضد مقامي مشرانو شريکه جرګه کړې ده۔

جرګه کښې ويل شوي حکومت چې د مومند ډيم په اړه د دوي سره کومې وعدې کړې تراوسه يي په هغې کښې يوه هم نه ده پوره کړې۔

جرګوالو ويلي حکومت او د واپډا چارواکو د مومند ضلعې مقامي خلکو ته په ډېم کښې د بهرتي کولو ويلي ؤ خو ولي د ډيم ټولې نوکرۍ د بهر خلکو ته ورکړې شوې او له دې سره د ډيم لپاره مختص شوې زمکې معاوضه هم دوي ته نه ده ورکړې شوې۔

دغه مهال مومند ضلع کښې د عوامي نيشل پارټۍ ټاکل شوې ايم پي اے نثار مومند د جرګې مشرانو ته باور ورکړې چې هغې به د دوي سره د غوښتنو په لړ کښې اوږه په اوږه ولاړ وي۔

د جرګې مشرانو حکومت له د يو اوونۍ ډيډ لائن وړکرې چې د دوي ستونزې حل کړې ګنې په ضد به يي احتجاجي تحريک شروع کړي۔

ياده دي وي چې د مومند ډيم تيګه وزيراعظم عمران خان  د روان کال مئ په دويمه نيټۀ ايښودلې ده او دا دې په ډاګه وي چې د اتلس سوه ميګا واټه بجلي پيدا کونکې د مومند ډيم لوړه اووۀ سوه فوټه ده او په دې کښې دولس سوه درې نوي ايکړ فټه اوبه خوندې کيدلې شي او دا چې د منصوبې کار به کال دوه زره څلريشت کښې پائي ته رسيږي۔

Show More

Related Articles