وزيراعظم عمران خان د سپټمبر په څوارلسمه نيټۀ د طورخم پولې پرانسته کوي

وزيراعظم عمران خان به د روانۍ مياشت سپټمبر په څوارلسمه نيټه د طورخم په دوره ځي او هلته به د طورخم پولې پرانسته کوي۔

د خيبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان په خپل ويډيو پيغام کښې ويلي وزيراعظم عمران خان به د سپټمبر په څوارلسمه نيټه د طورخم پولې پرانستې کوي او د هغۀ په هدايت به دغه پوله څلريشت ساعته تګ راتګ لپاره پرانستلې شي۔

د وزيراعلي په وينا د پولې پرانستو دستورې لپاره ټولې تيارۍ ترسره شوي او د پرانستې ورسته به ټوله عمله په پولې څلريشت ساعته موجوده وي۔

هغه وويل ټولو ادارو خپل کار شروع کړې او دا چې د طورخم پرانستو سره به دواړه پله سوداګرۍ ته وده ترلاسه شي او له دې سره به د مېنځينۍ ايشيا پورې تجارت وغځيږي۔

وزيراعلي محمود خان هيله ښکاره کړې چې د پولې پرانستو سره به په پاکستان او افغانستان کښې د روزګار موقعې سېوا شي او تر ډيره حده به د دواړو هېوادنو ترمينځ غلط فهمۍ ختمې شي۔

وزيراعلي محمود خان زياته کړې چې د پولې دواړه پله يو خلک آباد دي نو ځکه بايد افغانان د نورو هيوادنو په ځاې پاکستان ته راشي۔

Show More

Related Articles