خېبر کښې د سکولونو بيا ودانۍ لپاره دوۀ اربه او دوۀ ديرش روپۍ منظور شوي

قبائلي ضلعې خېبرکښې د بدامنۍ او پوځي آپريشنونو په مهال د تباه شوو سکولونو بيا ودانۍ لپاره دوۀ اربۀ او دوۀ ديرش کروړه روپو منظوري ورکړې شوې ده۔

د ذرائعو وينا ده دې لړ کښې د پلاننګ کميشن ډپټي چېئرمېن ډاکټر محمد جهانزيب خان په مشرۍ کښې د سنټرل ډيلولپمنټ ورکنګ پارټۍ غونډه ترسره شوې چې پکښې د خېبر ضلعې تباه شوې سکولونو بيا ودانۍ منصوبه منظوره شوې ده۔

د ذرائعو ترمخه په غونډه کښې د خېبر ضلعې جمرود، باړه او تيراه کښې د تباه شوي سکولونو بيا ودانۍ لپاره دوه اربه او دوۀ ديرش کروړه روپو منصوبه تياره شوې او په وفاق کښې د منظورۍ ورسته د هغې نه صوبه خبر شوې ده۔

ذرائعي زياتوي چې د سنټرل ډيلولپمټ ورکنګ پارټۍ په غونډه کښې د منظورۍ ورسته دا ويل شوي چې په منصوبه به د راتلونکي مياشت څخه کار شروع کولې شي۔

Show More

Related Articles