واڼا: ډاکټر د تښتولو روسته سرکاري او غير سرکاري هسپتالونه بند دي

جنوبي وزيرستان واڼا نه تيره ورځ تښتولي شوي ډاکټر نور حنان لاتر اوسه پوري راخلاص نه کړي شو، د ډاکټر نورحنان د اغوا پرضد ډاکټرانو د ضلعي هيډکواټر هسپتال واڼا په شمول سرکاري او غير سرکاري هسپتالونه کښي نن د ډيوټۍ نه بائيکاټ کړي دي۔

ډاکټرز ايسوسي ايشن غوښتنه کړي ده چي ډاکټر نورحنان دي په فوري توګه رها کړي شي او ډاکټرانو ته دي تحفظ ورکړي شي۔

د ډاکټرز ايسوسي ايشن ترمخه د ډاکټرنورحنان د راخلاصيدو پوري به احتجاج جاري وي او د ايمرجنسي نه علاه ټولي شعبي به بندي وي۔

بلخوا اسسټنټ کمشنر واڼا امير نواز خان پخلي کولو سره وئيلي دي چي د چارشنبے په ماسپخين پنځه بجے نامعلومه کسان د ټي بي هسپتال واڼا هسپتال ته ننوتي ، د سرکاري هسپتال عمله ي يو کمره کښي بنده کړي او د ډاکټرنورحنان دفتر ته ننوتي او وسلحي په زور ي دوي اغوا کړي دي۔

اسسټنټ کمشنر واڼا زياته کړي ده چي واڼا او خوا شا په ټولو لارو جوخت نظر ساتلي شي او يو لوئي سرچ آپرشن شروع دي۔

په دے پوښتني چي په ټي بي هسپتال لګولي شوي خاصه دار فورس روايتي کمپني په موقع موجود نه وه او دوي څه مزاحمت هم نه دي کړي دوي جواب ورکولو سره وئيلي دي چي په دے حواله ډي پي او واڼا ښه معلومات درکولي شي خو ولي دوي هم ګورو چي هلته د سيکيورټۍ صورت حال څه وو۔

د واڼا اسسټنټ کمشنر امير نواز خان وئيلي دي چي دوي باور لري چي ډير زر به ډاکټر په خيريت سره بازياب کړي شي۔

Show More

Related Articles