مومندو کښې د دولس کلن ذيشان قاتلانو نه ګرفتارۍ په ضد مظاهره شوې

د قبائلي ضلعې مومند په صافي تحصيل کښې د دولس کلن هلک د قاتلانو نه نيولو په ضد د سيمې اولس احتجاجي مظاهره کړې ده۔

ياده دي وي چې يو مياشت وړاندې د زمکې په شخړه د حاجي صوبيدار او يوسف ترمېنځ په يو بل ډزې شوې وې چې پکښې د يوسف دولس کلن ځوې ذيشان مړ او د يوسف پشمول درې کسان ژوبل شوي وو۔

له دې ورسته د سيمې خلکو د ذيشان مړې په احتجاجي توګه په سړک ايښودلې ؤ چې پرې د حاجي صوبيدار او د هغه د دوۀ ځامنو په ضد ايف آئي آر درج شوې ؤ خو ولي تراوسه د هغه قاتلان ګرفتار نه شو چې په وجه يي هره هفته احتجاجونه کيږي۔

د ټي اين اين نمائنده ترمخه تيره ورځ هم باوته بازار کښې شوي احتجاجي مظاهره کښې ګن شمير خلکو برخه اخستې وه کومو چې په لاسونو کښې پلے کارډونه او بينرې پورته کړې وې چې پرې هغوئ د خپلو غوښتنو په حق کښې نعارې ليکلې وې۔

دغه مظاهره کونکو د پيښور نه تر باجوړ تلونکې سړک تر دوۀ ساعته لپاره د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې ؤ او تور يي پورې کړې چې مقامي پوليس د بااثر ملزمانو په نيولو کښې سنجيده نه دي او دوي د وزيراعلي په امر هم عمل نه کوي۔

مظاهره کونکو دهړکه ورکړې چې ترڅو د ذيشان قاتلان نه دې نيول شوي تر هغې به دوي د احتجاجونو لړۍ دوامداره ساتي۔

Show More

Related Articles