پاړا چنار قبائلي مشرانو ايس ايچ او پرضد احتجاج دهړه ورکړي

قبائلي ضلعي کرمه کښې قبائيلي مشرانو د پاړا چنار تهاني ايس ايچ او پرضد احتجاج کولو دهړکه ورکړېده او وئيلي دي چي د عدالتي حکم باجود ئي نيولي شوي اته ويشت څاروي خرڅ کړيدي۔

څرګنده دي وي چي د پاړا چنار تهاني ايس ايچ او څو ورځي وړاندي پاک افغان پولي سره نزدي د عام اولس څاروي په دے الزام نيولي وو چي دا د افغانستان راړول شويدي۔

پاړاچنار پريس کلب کښې د خبري غونډې پرمهال قبائلي مشرانو بلال حسين، ملک سيد افتخارنصرت مالي خيل او نورو مشرانو وئيلي دي چي دوي د فاټا انضمام ورسته نوي نظام راتګ سره ډېر خوشحال وو ولي د ځنې رشوت خورو سرکاري آٖفسرانو له وجي زموږ اميدونه مايوسي په لور روان شويدي۔

دوي اوئيل چي مقامي عدالت پوليس ته نيولي شوي څاروي د مالي خيل اصل مالکانو ته بيرته سپارلو امر کړے وو ولي د عدالتي حکم باوجود ايس ايچ او عبدالقاسم دغه څاروي خرڅ کړيدي۔

ټې اين اين سره خبرو کښې مشرانو وئيلي چي متعلقه ايس ايچ او دي په فوري توګه بدل کړے شي او يو تعليم يافته آفسر دے پاړا چنار تهانه کښې وو لګولي شي، دوي وړاندي اوئيل چي موجوده ايس ايچ او يو جټ کس دي څوک چي صرف د غريب اولس نه رشوت اغستو پوهيږې او نور خپل دستخط هم نشي کولې۔ او دا چي ايس ايچ او پاړا چنار کښې د رشوت اغستو بازار ګرم کړے دي او مختلفو طريقو سره خلکو نه رشوت اخلي۔

Show More

Related Articles