د جنوبي وزيرستان ورسته له باجوړه هم ډاکټر اغوا شوې

د باجوړ ضلعې ناوګئ تحصيل هلال خيل چارمنګ سيمه کښې نامعلومه کسانو  د پوليو فوکل پرسن ډاکټر جبار اغوا کړے دے۔

د مقامي ذرائعو ترمخه ډاکټر جبار تيره ورځ ماښام شپږ بجې د خپل کلينک څخه اغوا شوې او دا چې هغه د هلال خيل چارمنګ بي ايچ يو کښې د ټيکينشن ډيوټۍ کوله او هم هلته استوګن ؤ۔

د مقامي ذرائعو په وينا تراوسه دا نه ده معلومه شوې چې داکټر جبار چا اغوا کړې ولې بلخوا د پيښې له وجې مقامي خلک د سختو انديښنو سره مخ شوي دي۔

څرګنده دي وي چې څو ورځې وړاندې د جنوبي وزيرستان واڼا سيمې ټي بي هسپتال انچارج ډاکټر نور حنان هم د نامعلومه کسانو د خپل دفتر نه اغوا کړې خو ولي تراوسه د هغه څه پته نه ده لګيدلې۔

Show More

Related Articles