جنوبي وزيرستان کښې بند سکولونو پرانستو لپاره احتجاجي مظاهره شوې

جنوبي وزيرستان کښې سرکاري دفترونه وانا ته منتقل کولو او د بند سکولونو پرانستو لپاره احتجاجي مظاهره شويده چي پکښې ګڼ شمير کښې ځائي اوسيدونکي ګډون کړے دے۔

دغه  مظاهره نن وانا کښې شوي چي پکښې احتجاجي کونکو د حکومت نه غوښتنه کړې چي د ټانک نه دې ټول سرکاري دفترونه وانا ته منتقل کړې شي ځکه چي ټانک ته تلو راتلو کښې هغوي ته سختې ستونزې رامخې ته دي۔

مظاهرچيانو دا  غوښتنه هم کړې چي سيمه کښې دې بند ټول سرکاري سکولونه پرانستې شي چي د هغوي ماشومان مستقبل د خرابيدو نه بچ شي۔

Show More

Related Articles