د قامي اسمبلۍ غړي علي وزير او محسن داوړ خوشي شوي

د شمالي او جنوبي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي علي وزير او محسن داوړ تيره شپه د هري پور جيل نه خوشي شوي دي۔

د دغه دواړو  خوشي کيدل د پيښور هائيکورټ بنو بينچ د ضمانت د خواست منظوريدو ممکن شوي دي۔

دې لړ په سوشل ميډيا د يو شمير خلکو لخوا د علي وزير او محسن دواړ د خوشي کيدو تصويران خپاره شوي چې پکښې هغوئ ته په خوشي کيدو مبارکي ورکړې شوې ده۔

د علي وزير او محسن دواړ د وکيلانو د پينل غړې طارق افغان لخوا هم بيګا ناوخته په سوشل ميډيا ويل شوي چې دوي د هري پور جيل نه خوشي شوي او اوس پيښور ته راروان دي۔

څرګنده دي وي چې د قامي اسمبلۍ دواړه غړي د شمالي وزيرستان خړ کمر پيښې ورسته نيول شوي وو او دوۀ ورځې وړاندې د پيښور هائيکورټ بنو بنچ هغوي په مشروط ضمانت د خوشي کيدو امر جاري کړې ؤ۔

Show More

Related Articles