” ټوله ضلع کښې دې بهرتي شوې نان لوکل سټاف لرې کړې شي”

د دوي په سيمه کښې په صحت کارکونکي اين جي او خلکو ته د صحت سهولت ورکولو په ځاې په هغوئ نوې نوې تجربے کوي

سي جے محمد نواز اورکزې

اورکزئ رائټس موومنټ غوښتنه کړې ټوله ضلع کښې دې بهرتي شوې نان لوکل سټاف لرې کولو سره د هغوئ په ځاې مقامي خلک بهرتي کړې شي۔

تيره ورځ د يو پريس کانفرنس په مهال د اورکزئ رايټس موومنټ چئيرمين عابد نعيم، ملک مثل خان، مستاق حسين او نورو ويلي د اورکزئ ضلعې صحت په څانګه کښې يو شمير خلک بغير له اشتهاره بهرتي شوي بايد دوي زر تر زره له خپلو څوکو لرې کړل شي او د ککړ خلکو په ضد دې کارروايي وکړې شي۔

د خپلې سيمي په ستونزه  د خبرو کولو په وخت دوي ويلي چارواکو د اورکزئ ضلعې صحت په څانګه کښې د ځينې افسرانو د بدلولو حکم جارې کړې ؤ خو ولي هغه اوس هم د دوي په سيمه کښې موجود دي۔

اورکزئ رائټس موومنټ تور لګوي چې د دوي په سيمه کښې په صحت کارکونکي اين جي او خلکو ته د صحت سهولت ورکولو په ځاې په هغوئ نوې نوې تجربے کوي کوم چې د غريب سره زياتے دے۔

دوي دا هم ويلي اورکزئ ضلع کښې کار کونکې ټولو اين جي اوز دفترونه دې د کوهاټ او هنګو په ځاې غلجو ته منقتل کړل شي ولي چې دا خلک د کوهاټ او هنګو نه اورکزو ته په سفر کولو ډير وخت اخلي او په کار ديرش منټه لګوي۔

دوي دهړکه ورکړې که چرې د نن نه پس په کومه اين جي او کښې غيرمقامي تن بهرتي شو نو دوي به يي په ضد احتجاج کوي او کار کولو ته به يي نه پريږدي۔

ياد تنظيم دا هم ويلي د وزيراعظم عمران خان او وزيراعلي محمود خان د هدايت باوجود تراوسه په اورکزو کښې موبائل سروس بحال نکړو شو چې له وجې يي مقامې خلکو ته په رابطو کښې ستونزه ورپيښه ده بايد په سيمه کښې دې زر تر زره د موبائل سروس بحال شي۔

Show More

Related Articles