‘موسمياتي بدلون ترهه ګري نه سيوا نقصان لري‘

طالبعلمانو د پينټنګ د لاري د موسمياتي بدلون روان صورتحال نړي ته څرګندولو هڅه کړي او پيغام ئي ورکړے دي چي نړي دے د موسمياتي بدلون خطرناک اثراتو په اړه تګ لاره وو ټاکي

د امن نړوالي ورځ پرمهال قبائلي ضلعي خيبر کښې موسم کښې د بدلون په اړه د پينټنګ مقابلي شويدي۔ د باړې تحصيل خادم الخلق فاونډيشن د سيوري لاندي دي خيبر پبلک سکول قمبر اباد کښې شوي مقابلو کښې د سکول نورلس طلبا او طالباتو برخه اغستي وه، چي پکښې حبيب خان ړومبۍ، فواد دويم او نداګل دريم پوزيشن ترلاسه کړېدي۔

مقابله کښې طالبعلمانو د پينټنګ د لاري د موسمياتي بدلون روان صورتحال نړي ته څرګندولو هڅه کړي او پيغام ئي ورکړے دي چي نړي دے د موسمياتي بدلون خطرناک اثراتو په اړه تګ لاره وو ټاکي۔

پوزيشن ترلاسه کونکي طالبعلمانو کښې ثاقب آفريدي، ډاکټر عبدالوهاب او اصغر خان آفريدي انعامونه ويشلي دي، دے موقع باندي د خادم الحق فاونډېشن چئيرمين فاروق آفريدي وئيلي دي چي ټوله نړې په يوشتم ستمبر باندي د امن نړواله ورځ لمانځلي۔

ده اوئيل چي موږ نن د امن نړوالي ورځ په موقع د له دے مقابلو تابيا کړے وه ځکه چي دا سيمه قريبا کالو پوري بدامني پاتي شويده د کومي له امله د سيمي هر وګړي او په ځانګړي توګه ماشومان ډېر زيات اغيز مند شويدي او په ذهنونو ئي خراب اثرات پروتي دي۔

ده وړاندي اوئيل چي مقابلو سره به د ماشومانو ذهنونه مثبت لور ته منتقل شي او دا چي نن سبا د ترهه ګري نه زيات ځيان په موسمياتي بدلون کښې دے کوم له وجي چي دا پروګرام تابيا کړے شوي وو۔

Show More

Related Articles