باجوړ: هائي سکول کښې د استاذانو کمي زده کونکي د ستونزو سره مخ کړي

سي جے حضرت يوسف دانش

د باجوړ ضلعې شموزئ سيمې د جنيکو سرکاري مډل سکول کښې د استاذانو منظوري نه کيدو له وجې زده کونکي د ستونزو سره مخ دي۔

د مقامي تن ملک رحمان الدين ترمخه شموزئ سيمه کښې نه خو د مډل سکول لپاره د استاذانو منظوري شوي بلکې هائي سکول کښې هم يواځې دوه استاذانې دي څوک چې په سمه توګه زده کونکو ته زده کړې نه ښائي۔

هغۀ وويل دا زمونږ د سيمې يواځينې هائي سکول دې او د زده کونکو شمېره پکښې هم سېوا دې خو ولي دوه استاذانې ټول سکول ته زده کړې نه شي ښودلې۔

ټي اين اين سره خبرو کښې هغۀ وويل ” د شموزئ سرکاري سکول هائي سيکشن منظوري په اوومه جنورۍ دوۀ زره ديارلس کښې شوې خو په دې کښې غلطي دا شوې چې د مډل برخې منظوري پکښې نه ده شوې، د هغې نه پس مونږ ډېره کوشش وکړو خو تراوسه د مډل سکول لپاره د استاذانو منظوري ونکړې شوۀ”

ملک رحمان الدين وويل شموزئ کښې دا د جينکو يواځينې هائي سکول دې چې پکښې دوۀ استاذانې د ټول سکول زده کونکو ته زده کړې ښائي۔

هغۀ وويل څو ورځې وړاندې باجوړ ضلعې کښې د مډل سکولونو لپاره د استاذانو منظوري شوې چې پکښې د شموزئ دا سکول نه دې شوې کومه چې د دې سېمې ماشومې سره ناانصافي ده۔

د مقامي ذرائعو ترمخه د شموزئ سيمې دې سکول ته د پرائمرۍ نه د هائي درجه ورکړې شوې او د دې وداني په دوۀ زرۀ اته کښې مکمل شوې ده۔

يو بل مقامي تن واجد انور ټي اين اين ته ويلي د مډل سکول ودانۍ هم جوړه ده او زده کونکې هم په باقاعده توګه سکول ته ورځي خو ولي د استاذانو نشتوالي په وجه زده کونکي کښې مايوسي خپره شوې ده۔

واجد انور او ملک رحمان الدين د حکومت، تعليمي محکمې او د سيمې نه ټاکل شوي نمائندګانو نه غوښتنه کړې چې د شموزئ هائي سکول مډل سيکشن لپاره دي د استاذانو منظوري ورکړي۔

بلخوا د راغګان سکول پرنسپل او د باجوړ د تعليم محکمې غړي شيرين زاده ټي اين اين سره خبرو کښې وويل د تعليمي ايمرجنسي باجود باجوړ کښې د سکولونو حالت سم نه دې۔

هغۀ وويل په سيمه کښې د زده کونکي شمېره سيوا ده ولي دوي ته سکولونه کم دي۔

د هغۀ په وينا باجوړ کښې دا مهال شپږ سوۀ درې څلويښت پرائمري، مډل او هائي سکولونه موجود دي خو ولي د آبادۍ په نسبت باجوړ کښې د دولس سوه سکولونو ضرورت دے، همدا شان زمونږ سره په ټول باجوړ کښې اتلس سوه استاذان موجود دي او پکار راته څلور زره دوه سوه دي۔

هغۀ په خپلو خبرو کښې زياته کړه د سکولونو او په هغې کښې د استاذانو کمي په وجه باجوړ په تعليمي لحاظ ډير ورسته پاتي شوے دے۔

هغۀ وويل باجوړ کښې ځينې سکولونه داسې دي چرته چې د زده کونکو شميره سيوا او استاذان لږ دي” دا وخت باجوړ کښې يو هائيرسيکنډري سکول موجود دې ولي که آبادۍ ته وکتلې شي نو د يوولس هائير سيکنډري سکولونه ضرورت دې نو ځکه په باجوړ کښې د سکولونو او د استاذانو کمي پوره کولو د وخت مهم ضرورت دے۔

Show More

Related Articles