د ميرانشاه نادرا دفتر ميرعلي کښې ضم کيدو سره په لکونو خلکو متاثره شوې

سي جے سکين الله داوړ

شمالي وزيرستان کښې د امن بحالۍ ورسته د حکومتي شميرې ترمخه اتۀ نوي فيصده بے کوره خلک بيرته خپلو سيمو ته ورغلې خو ولي د ضرب عضب آپريشن په مهال بنو او نور سيمو ته منتقل شوي زياتره حکومتي ادارې تراوسه شمالي وزيرستان کښې بحال نکړې شوې چې له وجې يي مقامي خلک سختو ستونزو سره مخ دي۔

په دغه ادارو کښې د ميرانشاه نادرا هيډ کواټر هم شامل دې کوم چې د آپريشن نه وړاندې بنو ته منتقل شوې ؤ خو ورسته د بحالۍ په وخت هغۀ د زوړ ځاې په ځاې ميرعلي دفتر کښې ضم کړې شو او اوس خلک دغه دفتر ته تلو لپاره په ميلونو سفر کولو باندې مجبوره شوي دي۔

د ميرانشاه نه ميرعلي ته شناختي کارډ جوړولو لپاره راغلې يو ځوان صالح جان وايي جنګ او آپريشن د نورو يو شمير ستونزو سره د دوي په ژوند کښې دا تکليف اچولې چې د شناختي کارډ او نور  ضروري کاغذونو جوړولو لپاره اوس دوي په دوه دوه ورځو کښې يو نيم کلو ميټره  سفر کولو باندې مجبوره شوي دي۔

د دفتر منتقلۍ سره د ميرانشاه نه علاوه دته خيل، مداخيل،منظرخيل، لانډ، محمد خيل، همزوني، درپه خيل، تپي، نوراک، سپلګه، ټل کلا، سروبي، دوسلي، غلام خان، بويا، تبي او د قطب خيل په لکونو آبادي متاثره شوې ده۔

د ميرعلي دفتر ته د شاختي کارډ په ستونزه راغلي د زوړ عمر ارسلا جان ټي اين اين ته ويلي د آپريشن نه وړاندې هغۀ په درپه خيل کښې د نادار رجسټريشن لپاره خپل تيار شوي بلډنګ په کرايه ورکړې ؤ خو ولي هلته سنټر قائمول څه چې حکومت له هغۀ ځايه زور هيډ کواټر ختم کړے دے۔

اسلا جان وويل د هغه سره زنانه هم د ميرعلي نادرا دفتر ته راغلي دي ” سړې خو بيا هم ستړي وزغمي خو زنانو لپاره ډېر ګرانه وي چې د ماشومانو سره دومره لري سفر وکړي او دا سټري وزغمي”

په دفتر کښې موجود يو بل تن مسکين الله هم د دته خيل نه راغلي او وايي چې دفتر کښې څه قانون نشته بغير نمبره خلک دننه کولې  شي کومه چې ناانصافي ده ” اوس هم په  درځنو خلک بے لمبره دننه شوې که چرې نن زما کار ونه شو نو زه به شپه کوم او سبا به بيا په لمبر کښې انتظار کووم”

د ميرانشاه دفتر بحالۍ ترڅنګ نور لرې پرتو سيمو کښې هم د نادرا دفترونو لپاره يوته اف وزيرستان او نورو مقامي تنظيونو يو تحريک شروع کړې او هغوئ دې لړ کښې د بنو، ميرانشاه، او ميرعلي پريس کلبونو مخې ته احتجاج هم کړې خو بيا هم تراوسه په غوښتنه څه سر غوږ نه دې ګرول شوې۔

د يوته اف وزيرستان د ځوانانو وينا ده چې حکومت ميرانشاه نادرا دفتر بحالۍ سره سره خديبا عيدک کښې هم نادرا دفترونه پرانيزي او دا شان د بويا تحصيل سول هسپتال کښې دې هم د ايف ډې ايم اے په مرسته هغه زوړ دفتر  په کوم کښې چې نادرا په عارضي توګه د بے کوره شوو خلکو لپاره د شناختي کارډونو ورکولو  پراجيکټ شروع کړې بحال کړې شي چې خلکو ته په ستونزو کښې کمې په لاس ورشي۔

Show More

Related Articles