“چي دستار تړي هزار دي, د دستار سړي په شمار”

سي جے نعمان اطلس

شمله يا دستار په پښتون کلتور کښي ډير اهميت لري ځکه چي دے کښې د سپېځلي پښتون کلتور د زرګونو کالو تاريخ خوندي دے۔ د پيړو راهسي راروان دا کلتوري نښه اوس د ختميدو په لور روانه ده ځکه چي د موجوده وخت ځوان کهول د پرمختګ په لور رواني زماني سره د نوې وخت فيشن خپل کړے او د پلار نيکه پاتي شلمه تري هيره ده۔

شمله يا دستار په سرولو رواج صرف تر قبائلي سيمو پاتي شوې او هلته هم قبائلي مشران په سر شمله تړي ولې د دغه سيمو ځوانان ترې بلکل نابلد شوي دي۔
ټي اين اين په دې اړه د قبائلي سيمو ځايي ځوانانو سره خبري کړي چي پښتنه ټولنه کښې ولي ورځ تر بلي د دستار په سراولو رواج په ختميدو روان دے۔

جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکي فدا محمد محسود وائي چي کوم خلک په مستقله توګه قبائلي سيمو کښې ژوند کوې هغوي د شملي تړلو روايت ژوندي ساتلے خو چي کوم خلک د بدامني ورسته د فوځي عملياتو پرمهال کډوال شول او ملک مختلفو برخو ته تلو باندي مجبوره شول نو اوس هغوي دپاره د شملي کلتور ژوندے ساتل ډير ګران شوي بلکه ځوانانو ته خو اوس ځان په شملے تړلو بد ښکاري۔

پښتنه ټولنه کښې شمله ډيره د عزت او درناوي نښه ده ځکه چي د پښتون کلتور نه علاوه پټکے د پيغمبر اسلامﷺ سنت دے کوم ته چي عمامه وئيلي شي، دستار تړل د عظمت علامت دے ځکه چي مسلمانانو بادشاهانو هم له دې استعمال کړے دے۔
پښتانه چي خپل ميلمه ته درناوے ورکوې نو د عزت په توګه ورته شمله په سر تړلي ولي چي دا د درناوي علامت دے، مشران وائي چي کله په دے منتقه باندي انګريز آباد وو نو هغوي به هم د دستار قدر کولو او احترام به ئي ورته درلود۔

خيبر پښتونخوا سره تړلي هره قبائلي ضلع کښې د خپل کلتور ترمخه مختلف قسمه لونګۍ استعماليږي کوم چي مختلف رنګونه او ساخت لرې، د مثال په توګه د وزيرستان مختلفي قبيلے د خپل قبائلي نسب څرګندولو دپاره د مخلتف رنګونو لونګۍ په سر وي۔

لونګۍ په عام توګه باندي قريبا پنځه ميټره اوږده او يو ميټر پلنه وي، ځېني شمله د ريښمو او ځېنې د مالوچو د کپړې جوړه وې، د لونګي لاندي خلګ په باقاعده توګه باندي ټوپي هم په سروي کوم چي د سورو زرو د رنګ تيلي جوړ وي۔

د ټوپي په سر رولو ورسته دے نه ګير چاپيره لونګي تاو کړې شي کوم چي ډېر د هنر کار دے ولي مشران په دغه هنر باندي ډېر په ښه ډول پوهيږي، د لونګۍ سر قريبا اته انچ لوړ وي او دے نه علاوه يو ميټر پوري له دے بل سر اوږه باندي زوړند پروت وي۔
لونګي پښتون کلتور کښې دومره اهميت لري چي کله د دوه ډلو ترمينځ څه خبره باندي لانجه رامخي ته شي او د يو بل نقصان اوکړي او بيا کله مشران د روغي جوړي خبره کوې نو هغوي لاړ شي او متاثره فريق ته پښو کښې پګړي وو غور ځوي ۔
پداسي حال کښې د پښتنو روايات څرګند شي که هر څومره د متاثره فريق زيان شوي وي خو د پګړۍ په درناوي کښې هر څه وو بخښي او خپل مخالف بغير د څه لالچ نه معاف کړي۔

له دے ترڅنګ د لونګي پښتون کلتور کښې دومره قدر او درناوي دے چي کله دوه کسان په جهګړا وې او د يو کس پګړي وا لويږي نو دا عمل بي عزتي ګڼلے شي نو دې نه په ډاګه کيږي چي پښتانه اقدار څومره پياوړې او درنا دي۔
شمله د عام ژوند نه علاوه په ځانګړې توګه باندي مشران د جرګو، مرکو او په خصوصې توګه چي کله د سرکار د لورې غونډې تابيا شي نو قبائلي مشران په خصوصې توګه لونګي په سر تړي کوم نه چي د هغوي روب او درناوي څرګنديږي ۔

پداسي حال کښې چي د لونګي رواج په ختميدو دے اوس هم ځېني ځوانان او پښتونې بعضي ټولنئ له دے پخواني کلتور ژوندي ساتلو دپاره خپلي هلي ځلي کوې او ټوله نړي کښې اباد پښتانه د اکتوبر نهمه نيټه د شملۍ نړوالي ورځ په توګه باندي لمانځلي۔

په دغه ورځ په سوشل ميډيا پښتانه ځوان د شملې تصويرونه خپاره کوي او نړۍ دا ښائي چې مونږ هم په خپل پياوړي کلتور کښې يو ځانګري نخښه شلمه ساتو او دې لړ کښې بېلا بيلې دستورې هم تابيا کيږي۔

پښتو ادب کښې هم د شملۍ ډېر ذکر شويدې او د پښتنو ستر مشر او لوئي شاعر خوشحال خان خټک وائي چې۔
چي دستار تړي هزار دي
د دستار سړي په شمار

Show More

Related Articles