اجمل وزير: جنوبي وزيرستان کښې به لوبو شپږ ميدانونه جوړولے شې

وزيراعلي قبائيلي ضلعو لپاره صلاح کار اجمل وزير د وانا دوره کړې او هلته ئي د پنځم امن فټ بال ټورنامنټ فائنل ميچ کښې د مشر ميلمه په توګه ګډون کړيدې

قبائلې ضلعو دپاره وزيراعلې مشير اجمل وزير وئيلي دي چي قبائلي ضلعو کښې امن په ځائے شويدې، جنوبي وزيرستان کښې به د لوبو لپاره شپږ ميدانونو جوړولې شي، دا دي چي وانا سټيډيم به ډير زر نړوال  لوبغاړي لوبه کوي۔

د وزيراعلي قبائيلي ضلعو لپاره صلاح کار اجمل وزير د وانا دوره کړې او هلته ئي د پنځم امن فټ بال ټورنامنټ فائنل ميچ کښې د مشر ميلمه په توګه ګډون کړيدې۔

سټيډيم ته په راتګ د اجمل وزير تود هرکلې شويدې، په دې مهال خپلو خبرو کښې اجمل وزير قبائيلي اضلاع کښې امنيت په ځائے کيدو باندي د خوشحالې څرګندونه کړې او وئيلي دي چي د تماشائيانو دومره لويه شميره د امن پيغام دي۔

اجمل وزير اعلان کړې چي جنوبي وزيرستان کښې به د لوبو لپاره شپږ ميدانونه جوړولې شي چي ورسره به لوبو ته نوره هم وده ميلاوه شي۔

قبائيلي اضلاع لپاره د وزيراعلي صلاح کار زياته کړيده چي د شکئي سپورټس کمپليکس افتتاح شوي او ډير زر به نړي وال لوبغاړي هم وانا سټيډيم کښې لوبيږي۔

Show More

Related Articles