د نوو ضلعو زده کونکو پيښور پريس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره کړې

خېبرپښتونخوا کښې ضم شوي د نوو ضلعو زده کونکو غوښتنه کړې چې بايد حکومت دې د خپلې وعدې ترمخه په يونيورسټيو کښې د دوي کوټه يو په دوه کړې او دغه کار دې زر تر زره عملي کړي۔

د پېښور پريس کلب مخې ته په احتجاج راټول شوو د ټولو قبائلي ضلعو زده کونکو  ويلي حکومت د انضمام په وخت د دوي سره وعده کړې چې د انجنئيرنګ او ميډيکل زده کونکو لپاره په پوهنتونونو کښې څوکۍ يو په دوۀ کولې شي خو ولي تراوسه په هغې څه عمل نه دې شوې۔

مظاهره کونکو د وزيراعظم عمران خان، خېبرپښتونخوا وزيراعلي نه غوښتنه کړې چې د نوو ضلعو زده کونکو لپاره دې په يونيورسټيو کښې د انجئيرنګ او ميډېکل سيټونو يو په دوۀ کړې شي چې د زده کونکو تعليمي وخت ضائع نه شي۔

Show More

Related Articles