افغان حکومت په طورخم پوله د څلرېشت ساعته کار کولو نه انکار کړې

د افغانستان حکومت د پاکستان سره په شريکه پوله طورخم د څلرېشت ساعته لپاره د کار کولو نه انکار کړے دے۔

د ذرائعو ترمخه افغان حکومت دريځ لري چې د عملې او سهولتونو کمي له وجي دوي په پوله ډبل شفټ کښې کار نه شي کولې۔

دپاکستان چارواکو د افغان حکومت په دې ګام د تخفظاتو اظهار کړې او ويلي يي دي د دې عمل سره به په پوله د ګاډو د کلئيرنس عمل د ځنډ ښکار شي چې له وجي به يي ډرائيورانو او د ګاډو مالکانان د سختو ستونزو سره مخ شي۔

پاکستان ته په ځواب کښې افغان چارواکو ويلي دا مهال د دوي په ملک کښې د اکتوبر په اوولسمه نيټه د شوو انتخاباتو د شميرې عمل روان دے نو ځکه د سيکورټۍ په نشتوالي د کلئيرنس عمل ډېر حساس ګرځول شوے دے۔

د افغانستان طورخم پولې پوليس ترمخه دوي ته د اعلي چارواکو لخوا امر شوي چې د طورخم دروازه دي سحر د نهه بجو نه تراووۀ بجو پورې پرانستې وستلې شي او دغه وخت کښې دې يواځې سيمټ وړونکو ګاډو کليئرنس وکړې شي۔

په ډاګه دي وي چې د افغان چارواکو د انکار نه پس په طورخم پوله او لنډيکوتل کښې د مال وړونکو ګاډو رش نور هم سيوا شوے دے۔

Show More

Related Articles