يو لک دېرش زره آبادۍ لپاره يواځې پنځه ويشت ټيوب ويلونه

د بائيزي تحصيل خلک دومره شمتن نه دې چې په خپلو کلو کښې ځان ته ټيوب ويلونو وباسي او دغه د عمر ستونزه حل کړې

سي جے راز مير

د مومند ضلعې خوئیزئي او بائیزئ تحصیلیونو اوسېدونکي وائي چې سيمه کښې د ټيوب ويلونو کمي او په مځکه کښې د اوبو سطحه ټيټدو له وجې د اوبو د کمي سره مخ دي او دوي د خپلو ضرورتونو او څښلو لپاره د لرې چينو او د باراني ډهنډونو نه اوبه راوړي۔

دغه سيمو کښې د کورونو د اوبو ضرورت پورا کولو ذمه واري په زیات تره توګه د زنانؤ او ماشومانو ده څوک چې په سرونو او خرونو اوبه راؤړي.

ټي اين اين سره خبرو کښې د بائيزئ تحصيل مقامي تن عبدالرحمان وويل ” زمونږ په تحصيل کښې اکثره کلي د يو بل نه ډېره لري دي او په هغې کښې د کورنو شمېره هم کمه ده نو ځکه هغوئ ته په خپلو خپلو کلو ټيوب ويلونو نه دې لګولې شي”

هغۀ وويل د ټيوب ويل نشتوالي په وجه د دغه کلو زنانۀ او ماشومان په سرونو او خرو اوبۀ راوړې کوم چې د دوې د ضرورت نه هم کمي وي ولي که دوي ته په خپلو سيمو کښې د اوبو سهولت ورکړې شو نو يو خو به زنانۀ لرې پرتو چينو ته د تګ نه بے غمه شي او بل به ماشومان په خرو د اوبو راوړو په ځاې سکول ته تګ شروع کړي۔

د عبدالرحمان په وينا د بائيزي تحصيل خلک دومره شمتن نه دې چې په خپلو کلو کښې ځان ته ټيوب ويلونو وباسي او دغه د عمر ستونزه حل کړې هغۀ وايي د اليکشن په وخت هم مونږ سره د مقامي سياستدانو لخوا وعدې شوې وې چې د اوبو ستونزې حل کيدو لپاره به ګامونه پورته کوي خو ولي تراوسه هغوئ په خپله خبره عملي کار نه دے کړے۔

د کال دوه زره اتلسم شمېرې ترمخه د مومند ضلعې خوئيزئ او بائيزئ تحصيلونو په يو لک دېرش آبادۍ مشتمل دي ۔د حکومت لخوا په دواړو تحصيلونو کښې پنځه ويشت سرکاري ټيوب ويلونه وباسل شوي چې ترې زياتره اوبه ښاريز کلو ته ورکول کيږي او اوويا فيصده هغۀ خلک ترې محرومه دي څوک چې لرې پرتو غرئيزو سيمو کښې ميشته دي۔

بائيزي تحصيل خلک دومره شمتن نه دې چې په خپلو کلو کښې ځان ته ټيوب ويلونو وباسي

بلخوا د خوئيزئ تحصيل صابر خان وايي زمونږ سيمه که څه بدامنۍ ځپلې نو بلخوا د اوبو ستونزې مونږ د ژوند نور کار کولو ته نه يو پريښودي هغۀ وويل يو خوا مو په سيمه کښې د روزګار موقعې نشته او بلخوا هر سحر د اوبو راوړلو فکر وي پداسې حال کښې سړې ځان له د زرق درک ولګوي او که نه د څښلو لپاره د اوبو بندوبست وکړي۔

د صابر خان ترمخه څو کاله وړاندې به دوي د اوبو کوهي نه اوبه راوړلې خو ولي د وخت سره سره آبادي سيوا شوې او څه د وچ کالې او د بارانونو کمي په وجه د کوهي اوبه کمي شوي کومې چې د ټولو خلک نه رسيږي۔

هغۀ وايي که چرې حکومت د مومند ضلعې په هغۀ سيمو کښې واړۀ ډېمونه  جوړولو سره ټيوب ويلونه وباسي نو تر ډېره حده د دوي د اوبو ستونزه حل کيدې شي۔

صابر خان زياتوي د دوي په تحصيل کښې ځينې داسې سيمې هم شته چرته چې د اوبو نشتوالي په وجه خلک په کډه کولو مجبوره شوے دے او که چرې دا ستونزه داسې روانه پاتې شوه نو کيدې شي دوي هم خپله سيمه پريږدي خو چرته به ځي۔

دوي د خپلې سيمي ايم اين اے ساجد مومند او نور حکومتي چارواکو څخه غوښتنه کړې چې د دوې ستونزه په پام کښې واخلي او زر تر زره دي د دوي د اوبو ستونزه حل کړي۔

Show More

Related Articles