پيښور هائي کورټ مومندو سره تعلق لرونکي عائشه بي بي صوبائي اسمبلي دپاره اهل ګرځولي

پيښور هائي کورټ د قبائلي ضلعو زنانو ځانګړي سيټ معامله باندي د عائشه بي بي په حق کښې لنډه فيصله اورولي ده

پيښور هائي کورټ د قبائلي ضلعو زنانو ځانګړي سيټ معامله باندي د عائشه بي بي په حق کښې لنډه فيصله اورولي ده۔

په دے اړه نن جسټس لعل جان خټک او جسټس اشتياق ابراهيم د کيس اوريدنه کړېده، عدالت د قبائلي ضلعي مومندو سره تعلق لرنکي عائشه بي بي درخواست منظورولو سره د صوبائي اسمبلې غړي جوړيدو دپاره اهل ګرځولي ده۔

اليکشن ټربيونل د عائشه بي بي ووټ مومند ضلع کښې ووټ نه رجسټرډ کيدو له امله د هغي پرضد فيصله ورکړے وه، او قبائلي ضلعي خيبر سره تعلق لرونکي مهرين آفريدي په حق کښې ئي فيصله اورولي وه۔

څرګنده دے وي چي عائشه بي بي د پاکستان تحريک انصاف زنانو محصوص سيټ باندي د صوبائي اسمبلې ممبر جوړا شويده۔

Show More

Related Articles