“د موسيقۍ په محفلونو کښې د آئس په نشه اخته شوې يم”

سي جے اکبرعلي

د قبائلي ضلعې خېبر وزيرډهنډ سمې سره تعلق لرونکې شبير وايي دوه کاله وړاندې هغۀ د آئس په نشته اموخته شوې او د ډېرو هڅو باجود هغۀ د آئس نشې نه خلاص نه شو۔

د آئس نشه اي او زده کونکي شبير ټي اين اين سره خبرو کښې ويلي هغه د آئس په نشه هغه وخت اموخته شوې کله چې به يي د شپې په محفلونو کښې ناسته پاسته کوله” زه چې به کله د شپي د موسقيۍ محفلونو له ورغلم هلته ناست څه کسانو به آئس څښل ، ما به هغوي ته کتل او دا شان زه هم د آئس په نشه اموخته شوم”

شبيروايي د آئس نشې سيوا کيدو يوه لويه وجه دا هم ده چې تراوسه د دې د مخينوي لپاره کوټلي ګامونه نه دي پورته شوي د شبير ترمخه په يونيورسټيو او کالجونو کښې هم په سلګونو زده کونکي د آئس په نشه اوختلي دي او که چرې په وخت د دې مخنيوي لپاره څه ګامونه پورته نه شو نو انديښنه ده چې د نشې د عادت نور هم سيوا شي۔

د جمرود يو سماجي غړے عرفان الله هم د شبير د خبرو سره اتفاق لري او وايي مقامي انتظاميه د آئس نشې مخنيوي لپاره کوم جدي ګامونه نه پورته کوي۔

هغه وويل مونږ خپله هم د آئس نشې د زيان او په ځوانانو کښې د شعور پيدا کولو  لپاره په شوشل ميډيا يو شمير مهمونه چلولي او ورکشاپونه مو تابيا کړې دي خو ولي ترڅو چې انتظاميه د آئس نشې په کاروبار کښې ککړ خلکو په ضد کارروايي ونکړي ترهغې د دې نه خلاصي ممکن نه دے۔

هغۀ د حکومت او مقامي انتظاميه څخه غوښتنه کړې چې آئس نشې په کاروبار کښې ککړ خلکو په ضد کارروايي وکړې او هغوئ ګرفتار کړي۔

د مقامي ذرائع ترمخه وزير ډهنډ سيمه کښې اوس د لوې خلکو پر ځاے له ماشومانو څخه د نشه اي توکو خرڅولو کار اخستل شي ۔

ذرائع وايي دغه خلک د قانون نه بچ کيدو لپاره ماشومانو ته نشه اي توکي ورکوي او هغۀ ماشومانو په لار کوڅو کښې ناست نشيانو ته دغه نشه اي توکي رسوي۔

ذرائعي زياتوي ځينې وختونو کښې دا کار د کورنۍ زنانو نه هم اخستل شي چرته چې زنانه نشه اي توکي خرڅوي۔

د ذرائعو په وينا د ورځې په سلګونو نشيان د نشه اي توکو اخستو  لپاره وزير ډهنډ ته ورځي او لوې سمګلران هر ورځ په سلګونو کلو ګرامه نشه اي توکي د ملک بېلا بيلو سيمو ته سمګل کوي۔

د وزير ډهنډ مقامي خلکو د آئس سيوا کيدونکي نشي په اړه انديښمن دي او هغوئ د خېبر ضلعي ډي پي او او نور ټول ذمه وار چارواکو نه غوښتنه کړې چې دا سيمه دې د آئس پشمول د نور نشه اي توکو څخه پاکه کړې شي۔

بلخوا د يادونې وړ ده چې خېبرپښتونخوا اسمبلۍ د روان کال په مهال د نشه اي توکو مخنيوي په اړه د يو ايکټ منظوري ورکړې وه چې ترمخه يي د يو کلو آئس نيولو په سر د مرګ سزا، عمرقيد او څوارلس لکه روپۍ جرمانه لګولے شوے ده خو ولي پوهان وايي تراوسه په سمه توګه په دغه ايکټ عمل نه دې شوې۔

Show More

Related Articles