ميرانشاه کښې پنځه کاله پس نادرا دفتر خپل کار شروع کړې

سي جے سکين الله داوړ

شمالي وزيرستان ميرانشاه کښې د بدامنۍ او پوځي آپريشنونو په مهال بند شوې نادرا دفتر پنځه کاله پس بيا فعال کړې شو۔

شمالي وزيرستان کښې د پوځي آپريشن په مهال د نورو سرکاري ادارو ترڅنګ نادرا دفتر هم بنديدو سره بنو ته منتقل کړې شوې وې، ولې د امن بحالۍ وروسته شمالي وزیرستان مېرعلي کښې خو نادرا دفتر بیرته پرانستلې شوې وو خو د میرانشاه والا تر دې دمه بند پروت وؤ چې له وجې خلک سختو ستونزو سره مخ وؤ.

اوس په سيمه کښې پنځه کاله پس د نادرا دفتر په فعاليدو مقامي خلک خوشاله دي او وايي دوي اوس په آسانه نادرا دفتر ته تګ راتګ کولے شي۔

ټي اين اين سره خبرو کښې د میرانشاه نادرا دفتر يو چارواکي سيد جمال ويلي په سول کالونۍ کښې د روانې مياشتې په څوارلسمه نيټه دا دفتر فعال شوے دے۔هغه وويل دفتر سحر د اته نمې بجو تر مازيګر څلور بجو پوري پرانستې وي چې پکښې روزانه شاوخوا د يو نيم سل کسانو کار کولې شي ۔

بلخوا دې لړ کښې  مقامي تن او د يوته آف وزيرستان پخواني صدر وقار داوړ ټي اين اين ته ويلي ميرانشاه کښې د شناختي کارډ دفتر بيا فعاليدو سره  د دوي کار په يو ورځ کيږي او دوي به دې ګام د انتظاميې منندويه دي۔

هغه وويل وړاندې به دوي په ميلونو لري ميرعلي ته ورتلل خو ولي اوس دوي په آسانه ميرانشاه کښې خپل د شناختي ستونزه حل کولې شي۔

څرګنده دي  وي چې په پنځه کاله موده کښې وخت په وخت د نادرا موبائلي شمالي وزيرستان ته تلي او هلته يي د خلکو شناختي کارډ داخلې سره نورې ستونزې حل کړي خو اوس هلته کښې په باقاعده توګه د نادرا ودانې شتون لري چې ترې د ټول ميرانشاه خلک ګټه ترلاسه کولې شي۔

Show More

Related Articles