د شمالي وزيرستان سوداګر: مونږ ته د حکومت د خوښې فېصلې قبولې نه دي

د شمالي وزيرستان سوداګرو ويلي د ضرب عضب آپريشن په مهال د دوي په اربونو روپو زيان شوې خو حکومت دوي ته د شوي زيان آزاله ورکولو کښې سنجيده نه دے۔

ميرانشاه پريس کلب مخي ته شوي احتجاجي مظاهره کښې سوداګرو ويلي مونږ ته د حکومت د خوښې فېصلې قبولې نه دي او که چرې د اکتوبر دويشمتې نېټې پوري زمونږ غوښتنې ونه منلې شوي نو اسلام آباد کښې به دهرنا ورکوو۔

دغه احتجاجي مظاهره کښې د شمالي وزيرستان يو شمير سوداګرو ګډون کړې ؤ او هغوي د بنو نه ميرانشاه ته تلونکې سړک د هرډول تګ راتګ لپاره بند کړې ؤ۔

احتجاجي مظاهرې ته وينا کښې د شمالي وزيرستان سوداګرو سيکتر شفيق خان ويلي پنځه لس مياشتې  ويشوې چې حکومت مونږ ته په معاوضي راکولو کښې د لم ليټ نه کار اخلي مونږ د پاک پوځ او نور اعلي چارواکو نه غوښتنه کوو چې د وزيرستان د سوداګرو د شوي زيان آزاله دي وکړي۔

Show More

Related Articles