“ډاکټره جوړيدل غواړم خو کلي کښې مو سکول نشته”

سي جے محمد نواز اورکزئ

قبايلي ضلع سنټرل اورکزئ چوخانه چهپر مشتي کښې د جينکو سکول نشتوالي له وجې مقامي زده کونکي د تعليم ترلاسه کولو نه محرومه شوي دي۔

د مقامي تن ملک خان زمان ترمخه په دوۀ زره آبادۍ مشتمله سېمه کښې تراوسه د جينکو لپاره سرکاري او غيرسرکاري نه دې جوړ شوي چې له وجې يي د دوي ماشومې د تعليم نه محرومه شوي دي۔

ټي اين اين سره خبرو کښې هغه د حکومت نه غوښتنه کړې چې په چهپر مشتي سيمه کښې د جينکو لپاره د سکول بندوبست وکړې شي چې د دوي ماشومانې هم د تعليم په کالو ښائسته شي۔

يو بل تن صادق رحمان دې لړ کښې ويلي زمونږ په سيمه کښې سکول نشته او مونږ دومره وس نه لرو چې خپلې ماشوماني د لري پرتو سيمو سکولونو ته وليږو نو ځکه په سيمه کښې د سکول جوړول ډير مهم دي۔

د دغه سيمي يو ماشومې صائمې ټي اين اين سره خبرو کښې ويلي زه ډاکټره جوړيدل غواړم خو کلي کښې مو سکول نشته ، هغې د حکومت نه غوښتنه کړې چې په چهپرمشتي کښې دې د دوي لپاره سکول جوړ کړې شي چې د هغې په رنګه نور ماشومانو هم د تعليم ترلاسه کولو آرمان پوره شي۔

Show More

Related Articles