مومندو کښې مقامي خلک د بيعې په اوبو اخستو مجبوره شوي

سي جے رازمير

د مومند ضلعې په يو شمير سيمو کښې د  اوبو قحط له وجې مقامي خلک په بيعه اوبو اخستو باندې مجبوره شوي دي۔

د مقامي ذرائعو ترمخه د مومند ضلعې هيډ کواټر غلنئ په بازار، او نور شاوخوا سيمو  کښې له تيرو څو ورځو راهسې د څښلو د اوبو سخت قحط رامخي ته شوې چې له وجې نه يواځې خلک په بيعه اوبۀ اخلي بلکې له دې ترڅنګ زياتره خلک په د سيمې نه په کډه کولو مجبوره شوي دي۔

د مقامي خلکو په وېنا دوي په دوه نيم  زره روپۍ د اوبو ټېنکر ميلاويړي او دوي دومره وس نه لري چې په بيعه اوبه واخلي۔

دوي د حکومت نه غوښتنه کړي چې دې لړ کښې په سمدستي توګه ګامونه پورته کړې شي چې د دوي د اوبو ستونزه ختمه شي۔

Show More

Related Articles