خيبر ضلعې جمرود تحصيل کښې  يو مقامي تن  په ډزو وژل شوي

د خيبر ضلعې جمرود تحصيل کښې  يو مقامي تن  په ډزو وژل شوي د کومې په ضد چې د وژل شوي تن کورنۍ په پاک افغان لاره احتجاجي مظاهره کړې ده۔

د مقامي ذرائعو ترمخه تيره شپه د جمرود حوالدري چوکې سره نزدې د مقامي تن  ظاهر شاه په ګاډي ډزي کړي چې له وجي يي هغه ژوبل شوے دے۔

پوليس دريځ لري چې هغوئ په چيک پوسټ ظاهر شاه د ګاډي ودرلو اشاره وکړي خو هغه ګاډے نه دے ودرلو چې پرې هغوئ ډزي کړي دي۔

پوليس وايي د ډزو ورسته دوي د ګاډي لټون کړي چې پکښې شل کلو ګرامه چرس او اووۀ کلو ګرامه افيون موندل شوي دي۔

بلخواد ظاهر شاه کورنۍ د پوليس دريځ رد کړي او ويلي يي دي داسې هيڅ خبره نشته او دا چې پوليس ته دا واک نشته چې هغوي د چا په ګاډي ډزي وکړي۔

په احتجاج راوتلي خلکو د حکومت نه د انصاف غوښتنه کړي او ويلي يي چې تر څو دوي ته انصاف نه ورې ورکړل احتجاج به يي دوام لري۔

Show More

Related Articles