جمرود :د يتيم شوو ماشومانو وظيفه او نور مراعات دې بحال کړې شي

د خېبر ضلعې شهيد شوي خاصه دار فورس کورنيو د خپل حقونو غوښتلو لپاره جمرود باب خېبر کښې احتجاجي دهرنا ورکړې ده۔

دغه دهرنا کښې د شهيد شوو اهلکارو کورنيو پشمول د سيمې  نورو  نامتو خلکو ګډون کړې ؤ ۔ په دې موقع مظاهره چيانو ويلي دي چې د دوي شهيدانو د ملک لپاره خپل ځايونو  قربان کړې په کومو چې دوي وياړ کوي خو له بد مرغه حکومت د دغه شهيدانو کورنۍ او بچي بے اسرې پريښودي او د دوي مياشتنۍ وظيفه يي بنده کړې ده۔

د شهيد شوو خاصه دار کورنيو د وزيراعظم عمران خان، آرمي چيف او نور اعلي چارواکو نه غوښتنه کړې چې د يتيم شوو ماشومانو مياشتنۍ وظيفه او نور مراعات دې بحال کړې شي۔

Show More

Related Articles