“حکومت د چرګانو په بدل زمونږ په وسائلو قبضه کول غواړي”

قبائل قومي موومنټ د منزل ګورننس ترميمي بل رد کولو سره هغۀ د قبائلي ضلعو په وسائلو د حکومت ډاکه اچول ګرحولے دے۔

باړه پريس کلب کښې د پريس کانفرنس په مهال د قبائلي قومي تحريک مشرانو منصف علي خان حاجي موسي خان او نور محمد ويلي چې زمونږ کورونه، سکولونه، کالجونه، هسپتالونه او نور ې ودانې تباه شوي حکومت د دې دوانيو بيا آبادۍ په ځائے د خپلو مفادو منصوبے او بل مخې ته راوړي او ترقياتي کارونه نظر انداز کوي۔

هغوئ ووېل نن هم د قبائلي سېمي ماشومان په ټېنټ سکولونو کښې تعليمي زده کړي کوي، هسپتالونو کښې بنيادي سهولتونه د نشت برابر دي خو ولي بېا هم حکومت د قبائلي اولس په معاشي او قتصادي قتل عام کښې بوخت دے۔

بلخوا باجوړ ضلع کښې هم د عوامي نېشنل پارټۍ ضلعي جنرل سيکتر نثار باز  ويلي د حکومت د چرګانو په بدل کښې زمونږ په وسائلو قبضه کول غواړي کومه چې مونږ ته په هيڅ صورت منظوره نه ده۔

هغۀ وويل د تحريک انصاف حکومت په قبائلي ضلعو کښې موجود ټول معدنيات حکومت ته وسپارل زمونږ نمائندګان دې مونږ ته ووايي چې د دې په بدل کښې به قبائلي اولس څه په لاس ورشي؟

هغه وويل د دغه بل په ضد دوي د پارټۍ د پاليسۍ ترمخه غږ هم پورته کوي او تحريک به هم چلولے شي۔

Show More

Related Articles