سيراج الحق: حکومت ماتولو دپاره ډېر زر تحريک شروع کوو

سيراج الحق د خبري غونډې پرمهال دا هم اوئيل چي ملک د معاشي بدحالي ښکار دي او هيواد کښې ګراني ورځ تر بلي سيوا کيږې او دا چي ملک کښې د امن وضع هم د فکر وړ ده

سي جے فضل وهاب

جماعت اسلامي امير سيراج الحق وئيلي دي چي اپوزيشن جماعتونو نه دي قامي اسمبلي کښي خپلو څوکو نه استغفي ورکړي نو بيا د حکومت پاتي کيدل ګران دي ولي پيپلز پارټي او مسلم ليګ (ن) دے ګام پورته کولو ته نه دي تيار۔

نن قبائلي ضلعي باجوړ کښې د خبري غونډي پرمهال سنيټر سراج الحق وئيلي دي چي حکومت د قبائلي اولس سره د انضمام په وخت کومي وعدي کړي وي بايد هغه اوس پورا کړي، او دے سيمو دپاره بيلي کړے شوي کليز سل اربه روپے دے په سمدستي توګه ريليز کړي۔

دوي اوئيل چي نو مالي کال رانزدي شوي او اوسه پوري حکومت قبائلي سيمو دپاره مختص کړے شوي فنډ نه يوه روپي نه ده لګوے۔

دوي خپلو خبرو کښې دا هم اوئيل چي داسي بي برکته حکومت راغلے چي د نورو سيزونو سره پکښې ټماټر پکښې هم ګران شوي دي او اوس خلکو د ټماټرو په باغونو څوکيداري شروع کړے۔

سيراج الحق د خبري غونډې پرمهال دا هم اوئيل چي ملک د معاشي بدحالي ښکار دي او هيواد کښې ګراني ورځ تر بلي سيوا کيږې او دا چي ملک کښې د امن وضع هم د فکر وړ ده۔

دوي اوئيل چي د حکومت د ختميدو يوه لار ده چي اپوزيشن پارټي د پارليمان استغفي ورکړي خو پيپلز پارټي او مسلم ليګ دے خبري ته نه دي تيار او دا چي مونږ په غير جمهوري طريقه باندي د حکومت ختمولو په حق کښې نه يو، اپوزيشن جماعتونه دے د نظام دپاره متبادل نظام وو لټوي چي پکښې د ټګي برګي نه پاک اليکشن ممکن شي۔

خپلو خبرو کښې جماعت اسلامي امير دا هم اوئيل چي د حکومت پرضد به ډېر زر تحريک شروع کوي او دے حکومت ماتولو سره به د اولس د مينډيټ لرونکي حکومت جوړولے شي، کوم دپاره چي به ډير زر د پارټي شوري غونډه رابللے شي۔

Show More

Related Articles