‘هغه درنګ چي پنځه زره ټن کوئله تري راوستل شوه خو يو مړي نه‘

له دے افسوس وړ پيښي نن نهمه ورځ او د نيک محمد د کورني غړي د پيښې په ځي حکومتي مرستو ته سترګي په لار دي

سي جے طارق عزيز

څو ورځي وړاندي قبائلي ضلعي خيبر د سکرو درنګ نمبر يو څلويختم کښې ناڅافه اوور وو لګيدو د کومي ورسته چي د اوور وژلو دپاره مزدور نيک محمد سره خپلو دري ملګرو درنګ ته کوز شو، د بده بخته کان کښې راګير مزدوران خو باهر راوتلو کښي بريالي شول خو نيک محمد يو واري بيا اوور ليګدو له امله راګير شو۔

له دے افسوس وړ پيښي نن نهمه ورځ او د نيک محمد د کورني غړي د پيښې په ځي حکومتي مرستو ته سترګي په لار دي۔

ړومبئ خو طمع وه چي نيک محمد به ژوندي راوستل شي ولي اوس د هغه ژندي پاتي کيدو اميد ختم شوي او رشته دار ئي درنګ نه مړي راوستلو ته سترګي په لار دي ولي اوس دغه رنړا هم ډيره په کميدو ده۔

ټي اين اين سره خبرو کښې د نيک محمد ورور معراج خان وئيلي دي چي په ړومبئ ورځ د ريسکيو کوم اهلکار راغلي وو هغوي سره څه قسمه سامان او آلات نه وو، او ځا په خپله ټوله ورځ پيښور کښې د اکسيجن سلينډر او نور سامان دپاره در په در ګرځيدم۔

ده اوئيل چي د انسپکټريټ اف مائينګ رويه هم ډېره د افسوس وړ وه، او باني ئي لټولي چي درنګ ته تلونکي لاره ډيره تنګه ده،انجنئير معراج متعلقه اداري په مکمله توګه ناکامه ګرځولو سره له دوي پرضد د ايف آئي آر درج کولو اپيل کړے دے۔

مقامي زريعو ترمخه امدادي هلو ځلو دپاره عملي شپږ ورځي د شين آسمان لاندي تيري کړي او په اوومه ورځ د هغوي دپاره ټينټ انتظام اوکړے شو۔

پاکستان سنټرل مائن ليبر فيډريشن پښتونخوا نائب صدر علي باش خان ټي اين اين سره خبرو کښي وئيلي دي چي اوسه پوري دے درنګ نه پنځه زره ټن کوئله راوستل شوي ولي د نهه ورځو تيريدو باوجود د نيک محمد مړي را وو نه وستل شو۔

اوس ريسکيو اهلکار آخري اپشن باندي کار کوې کومه چي د يو ايمرجنسي لاري جوړولو ده، په دے اميد باندي ايمرجنسي لاره جوړول کيږي چي مړي راوستل شي که چيرته دا تجربه ناکامه شي نو بيا بله لاره نشته دے۔

ده وړاندي وئيلي چي موقع باندي د سرکار يا حکومتي ريسکيو ټيم نه دے موجود بلکه کول مائنز خپل ريسکيو ټيم د مړي راوستلو دپاره کار کوي ولي دوي سره هم د وسائلو ډېر کمي دي۔

درنګ کښې اکسيجن او ايمرجنسئ دپاره متبادله لاره نشته دے نو کومي د امله چي ډېر ځيان پورته کړے شوي۔

له دے وړاندي هم په سلګونو داسي قسمه پيښي رامخي ته شوي ولي دا واري ډيره د افسوس خبره دا ده چي مړي په رنګ کښي راګير دي، د کالاخيلو دے درنګ کښې راګير نيک محمد تعلق د شانګلي ضلعي سره دي۔

درنګونو کښې کار کونکي مزدورانو دپاره کار کونکي مائن ورکر ويلفئير ايسوسي ايسن (سموا) ترمخه خيبر پښتونخوا پشمول د ملک بيلا بيلو سکرو درنګونو کښې کار کونکي زياتره مزدورانو تعلق د شانګلي ضلعي سره دے۔ سموا د شميري ترمخه د کال دوه زره نه تر دوه زره اتلس پورے دري زره نه سيوا د درنګونو مزدوران مختلفو پيښو کښې مړه شوي او په زرګونو معذوره شوي او دا چي د شانګلي په هر دويم کور دا وير دے۔

Show More

Related Articles