قومي وطن پارټي د لوري قبائلې ضلعو پحقله آل پارټيز کانفرنس شوي

کانفرنس کښې د قومي وطن پارټي پشمول پاکستان پيپلز پاړټي، جماعت اسلامي، جميعت علماۓ اسلام، پاکستان مسلم ليګ (ن) عوامي نيشنل پارټي، نيشنل پارټي، مزدور کسان پارټي، خيبر پښتونخوا اولسي تحريک پشمول مدني ټولنئ غړو ګڼ شمير سره ګډون کړے وو

قومي وطن پارټي تر سيوري لاندي د فاټا انضمام پحقله آل پارټيز کانفرنس شوي چي پکښې د سياسي ګوندونو نمائيندګانو، مدني ټولنئ غړو او قبائلي مشرانو ضم شوي ضلعو کښي سياسي، معاشي او انتظامي اصلاحاتو نه عملي کولو باندي انديښني څرګندي کړي۔

نن پيښور وطن کور کښې شوي آل پارټيز کانفرنس کښې ګډون والواوئيل چي د قبائلي ضلعو دپاره اعلان شوي يو سل يولس اربه روپي، کليزي بيلي کړې رقم او نه دے نه علاوه مختص کړي شوي يويشت اربه روپو شپږ پنځوس فيصدي برخه او اوسه پوري متعلقه سيمو ته نه ده ورکړي شوي د کومي له امله چي هلته انتظامي، ترقياتي، سماجي بهبود او عدالتي نظام نفاذ باندي سمدستي توګه باندي عمل درآمد نه دے شوي۔

کانفرنس کښې د قومي وطن پارټي پشمول پاکستان پيپلز پاړټي، جماعت اسلامي، جميعت علماۓ اسلام، پاکستان مسلم ليګ (ن) عوامي نيشنل پارټي، نيشنل پارټي، مزدور کسان پارټي، خيبر پښتونخوا اولسي تحريک پشمول مدني ټولنئ غړو ګڼ شمير سره ګډون کړے وو۔

د کانفرنس مشري د قومي وطن پارټي صوبائي چئيرمين سکندر حيات خان شير پاؤ کوله۔

د کانفرنس په آخره کښې يوه ګډه اعلاميه جاري کړے شوي چي پکښې ضم شوي ضلعو کښي نافذ کړے شوي قوانينو سره ايکشن ان ايډ آف سول پاور او منرل ايکټ د بنيادي بشري حقونو او آئين منافي ګرځولي شوي۔

اعلاميه کښې حکومت نه غوښتنه شوي چي قبائلي ضلعو کښې دے امن او امان وضع غوره کولو دپاره سول انتظامي معاملات سم کړے شي او ليويز او خاصه دار دے پوليس فورس کښې ضم کړے شي۔

حکومت نه مطالبه شوي قبائلي علاقو کښې د ترهه ګري په پيښو کښي تباه شوي انفراسټرکچر بيرته بحالي سره دے اغيز مند شوي خلقو ته دے مرستي ورکړے شي۔

اعلاميه کښې وړاندي وئيلي شوي چي د ترهه ګري پرضد جنګ کښې چي کومي باهر ملکي مرستي او مراعات راغلي د هغي تفصېلات دے ورکړے شي او له دے فنډ دے آډټ اوکړے شي، او دے سره حکومت دے په سمدستي توګه باندي قبائلي ضلعو کښې اووه يونيورسټي، اووه ضلعي هيډ کواټر هسپتالونه، ميډيکل او انجنئيرنګ کالجونه جوړ کړې۔

د کانفرنس ګډون والو دا مطالبه هم اوکړه چي ضم شوي ضلعو کښې زراعت وده ورکولو او د اوبه خور نظام دے غوره کړے شي او هلته دے خلکو ته زراعتو ته وده ورکولو دپاره زرعي قرضي ورکړے شي او وسره دے دغه سيمو کښي د بينکونه او نوري مالي اداري پرانستلے شي۔

مشرانو اوئي چي قبائلي سيمو کښې دے بلدياتي انتخابات اوکړے شي او جيلونو کښې قيد سياسي او سماجي کارکان دے خوشي کړے او ورسره دے د ځنګلي ځانورو تحظ باوري کړے شي۔

د کانفرنس آخري سيشن ته خپله وينا کښې سکندر حيات خان شير پاو اوئيل چي صوبائي حکومت منرل ايکټ باندي دوي انديښني لري ځکه چي دا بيړه کښې پاس کړے شوي او اپوزيشن ته پري د بحث کولو موقع نه ده ورکړے شوي کوم چي د حکومت بدنيتي څرګنديږې۔

آل پارټيز کانفرنس کښې دے نه علاه نوري هم يوشمير غوښتني شوي۔

Show More

Related Articles